هېواد کې ډېری ځوانان تحصیلي څانګې د کورنیو په خوښه او یا هم د خپلې لېوالتېا له مخې ټاکي، خو ټاکل شوې څانګې څخه تر فراغت وروسته ګڼشمېر دغه ځوانان د دندو په موندلو کې پاتې راځي او اړ دي چې د خپلې رشتې خلاف دنده وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سلاموطندار په دغه راپور کې له لسګونه هغو ځوانانو سره مرکې کړي چې ډېری یې، د تحصیلي رشتو خلاف دندې کوي او یوشمېر نور بیا وزګاره دي.
د زدهکړې او مسلکي فرصتونو ترمنځ ناانډولي
بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۱۲ ځوانانو سره د سلاموطندار د نظرپوښتنې موندنې ښيي چې له دې ځوانانو څخه ۳۱.۲ سلنه وزګاره دي او ۲۳.۳ سلنه نور په د تحصیلي څانګو خلاف کار کوي، خو ۴۵.۵ سلنه نور خپلو تحصیلي څانګو کې دندې لري.
په دغه رپوټ کې څرګنده شوې چې له یادو ځوانانو څخه ۳۱.۲ سلنه یې بېکاره دي. دا هغه ځوانان دي چې لوړې زدهکړې لري، خو لا هم د دندو موندلو په لټه کې دي.
۲۶کلن عبدالوارث چې هیله یې لرله راتلونکې کې یو بریالی دیپلومات شي، وايي: «زما څانګه حقوق او سیاسي علوم ده. ۳ کاله کیږي چې له پوهنتون فارغ شوی یم او دامهال بېکار یم. افغانستان کې د شرایطو له امله مې خپلو موخو ته نه یم رسیدلی او اوس هم دنده نه لرم.»
حسیبه چې د حقوقو برخه کې یې ماسټري کړې، وویل: «ما په دې برخه کې لوړې زدهکړې کړي او له خپلې تحصیلي څانګې سره بېسارې مینه لرم، زه ډیره خوشحاله یم چې په دې برخه کې مې زدهکړې بشپړې کړي، خو د خواشینۍ ځای دا دی چې په اوس وخت کي دې رشته کې کاري فرصتونه نشته او زه اوس مهال بیکاره یم.»
د راپور پایلې په ډاګوي چې د ځوانانو د تحصیلي څانګو او د هغوی د کاري فرصتونو ترمنځ یو څرګند تناسب شتنون نهلري او ډيری ځوانان د خپلو زدهکړو اړوند دندې نه شي موندلی.
۲۲ کلنه حسنیه وايي، د کار کولو امکانات محدود دي او د دندو لپاره اړتیاووې دومره ستونزمنې دي چې د دوی لپاره په خپل اصلي مسلک کې پرمختګ ناممکن ښکاري.
هغې وویل: «په لومړی ګام کې د دندې موندل بیخي ډېر ستونزمن دي. په دویم ګام کې اوسنیو شرایطو کې دنده ترلاسه کول خلکو ته ډيره ستونزمنه بریښي. دامهال د مکتب مرستیالې مدیرې په توګه کار کوم، خو مخکې مې ډېرې هڅې وکړې چې په خپله تحصیلي څانګه کې دنده پیدا کړم، نژدې ۶ یا ۷ میاشتې مې بې له کومې ګټې راپورونه لیکل، خو کله مې ولیدل چې په خپله برخه کې دنده موندل بیخي ستونزمن دي، نو پریکړه مې وکړه چې په خلاف څانګه کې کاردان ښونځي کې دنده ترلاسه کړم.»
۳۴کلن حمید پوهنتون یې بشپړ کړی، خو د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله یې لا هم د خپل مسلک مطابق دنده نهده ترلاسه کړې.
نوموړي وویل: «زما تحصیلي څانګه حقوق ده، دا یوه ځانګړې او په زړه پورې څانګه ده، خو دامهال په خلاف څانګه کې کار کوم، ځکه په حقوق کې د دندې هيڅ امکانات نشته او زمینه نهإده مساعد شوي.»
بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۱۲ ځوانو نجونو او هلکانو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې له دغو مرکه شویو ځوانانو ۴۵.۵ سلنه ځوانان توانیدلي چې د خپلې تحصیلي څانګې سره سمې دندې ترلاسه او په هغو برخو کې کار وکړي.
عمران وویل: «زه له انجینرۍ برخې فارغ شوی یم او دې برخه کې ډیر رضایت لرم، ځکه دا هغه رشته ده چې ما غوښتل په کې لوړې زدهکړې وکړم او اوس اینجینر فارغه شوی یمم، زه اوس په خپله رشته کې کار کوم او له خپلې دندې ډیر خوند اخلم.»
رضوان هم وویل: «په ماشوم توب کې زما هیله دا وه چې همدا د طب رشته ولولم، د هغو وړتیاوو پر بنسټ چې په دې برخه کې مې لرلې، ما دا رشته انتخاب کړه. اوس په خپله رشته کې کار کوم او په افتخار سره خپل مسلک که دنده ترسره کوم.»
د کورنیو تر فشار لاندې د ځوانانو تحصیلي ټاکنې
له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته، د ځوانانو د خوښې وړ تحصیلي څانګو ټاکلو کې د کورنیو د لاسوهنې کچه هم ارزول شوې.
په راپور کې د مرکه شویو ۱۱۲ ځوانانو څه باندې ۸۹.۲ سلنه یې خپله څانګه په خپله خوښه او ۱۰.۷ سلنه نورو خپله څانګه د کورنۍ په غوښتنه انتخاب کړې.
په دې راپور کې داسې ځوانانو سره هم خبرې شوي چې د خپلې خوښې او علاقه پر بنسټ یې تحصیلي څانګې انتخاب کړي او له خپل انتخاب څخه خوشحاله دي.
فریده وویل: «زه د تحصیلي څانګې په انتخاب کې خپلواکه وم. ما دا رشته د خپلې خوښې په اساس انتخاب کړې، له ډېر پخوا راهیسې مې دې رشتې سره دلچسپي درلوده. بیا مې موخه دا وه چې له فراغت وروسته وکولای شم خلکو سره مرسته وکړم. ما چې د خپلې خوښې رشته کې زدهکړې کړي، ډېره خوشحاله یم.»
ادریس هم وویل: «د تحصیلي رشتې په انتخاب کې مې بشپړه ازادۍ درلوده. ما چې له دغې رشتې سره کوم شوق درلود او کاري زمینه یې هم پراخه ده، ځمکه مې انتخاب کړه. اوس چې له دې رشتې فارغه شوی یم، له خپل انتخاب څخه بشپړه رضایت لړم. دا یوه ښه رشته ده او د کار ساحه لري.»
افغانستان کې ځینې داسې کورنۍ هم شته چې خپلو اولادونو ته په مستقیم ډول تحصیلي څانګه نه انتخابوي، خو د کورنۍ د نورو غړو اغېز او د هغوی د زدهکړو او کار تجربې، د یوه ځوان چې غواړي ځان ته تحصیلي څانګه غوره او په کې لوړې زدهکړې وکړي، پر انتخاب سیوری غوړوي.
سمیر وویل: «په خواشنیۍ سره چې افغانستان کې تقریبا ۴۰ سلنه د زدهکړې انتخابونو شرایط داسې دي چې د انتخاب لپاره د کورنۍ د عزیزانو یوې غونډې ته اړتیا وي، په داسې حال کې چې ما باید د خپلې خوښې رشته انتخاب کړې وی، دا چې د کورنۍ اکثریت غړي مې انجینران دي، نو ما هم دې مسلک ته دوام ورکړی دی.»
رضوان یو له هغه ځوانانو څخه دی چې د خپل پلار د پریکړې له امله اړ شوی چې له اقتصاد څانګې چې د خوښې وړ رشته یې وه، لاس په سر شي.
هغه وویل: «د تحصیلي څانګې انتخاب مې تر ډېره د پلار په خوښه وشو، ځکه ما غوښته چې د اقتصاد رشته ولولم، خو پلار مې غوښتل چې همدا نړیوالو اړیکو کې زدهکړې پیل کړم.»
۳۳ کلنه ښایسته بیا ۶ کاله وړاندې له قابلګۍ څانګې څخه فارغه شوې، هغه د خپلې کورنۍ د انتخاب په اړه خپله اندېښنه داسې څرګندوي: «ما د زدهکړې په انتخاب کې کافي آزادي نه درلوده. زما پلار د دې لپاره چې ووایي دا به راتلونکي کې درته ښه وي، ما ته قابلګي رشته انتخاب کړه. دا پریکړه مې د کورنۍ وه او زه له دې رشته سره مخالفه وم، له همدې امله دې څانګه کې له زدهکړې څخه کافي رضایت نه لرم.»
په همدې حال کې، د ځینو ټولنپوهانو نظر دا دی هغه ځوانان چې د خپلې خوښې او علاقې پر اساس تحصیلي څانګې غوره کړي، په خپل ژوند او ټولنیزو فعالیتونو کې تر نورو ډېر مثبت پرمختګ کولی شي.
ټولنپوه امید افغان وایي: «کله چې ځوانان د خپلو وړتیاوو او خوښې پر اساس څانګې غوره کړي، نو هغوی د زدهکړو ښه انګېزه لري او ډېر پرمختګ او هڅې کوي. د ټولنیز اړخ له مخې، یوه داسې ټولنه رامنځته کیږي چې په مختلفو برخو کې متخصصین لري او په مینه کار کوي.»
یوشمیر ارواپوهان وايي، هغه ځوانان چې د خپلې خوښې څانګه نهشي انتخابولای او یا هم د کورنۍ لخوا پرې تحمیل کیږي، له یو ډول ناهیلۍ سره مخ وي او دا وضعیت د دې لامل کیږي چې دوی په کاري ساحه باوري و نه اوسي.
ارواپوه محمد الله وویل: «هغه ستونزې چې د اجباري تحصیلي څانګو غوره کولو له امله رامنځته کیږي، فشار یا اسټرس اختلالات دي. فرد په ټول ژوند کې اسټرس تجربه کوي. له رواني پلوه دا دې لامل کیږي چې د کار کولو انګیزه یې هم کمه شي. کله چې زه په داسې رشته کې زدهکړې وکړم چې هغه مې نه خوښيږي او یوازې د کورنۍ په خاطر مجبوره شم، دا د دې لامل کیږي چې زه په راتلونکې کې بېکاره پاتې شم او د خپل تحصیلي او کاري ژوند د دوام لپاره علاقه و نه لرم.»
د خوښې خلاف تحصیلي څانګه کې د ځوانانو د لوړو زدهکړو په اړه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد سردارد محمد ساعي هم وايي: «بېلابېلو برخو کې کار کول ممکنه دي چې یوه کس ته دا احساس ورکړي چې په خپله دنده کې ثبات او روښانه راتلونکې و نه ویني، دا یو ډول ګډوډي ده. په پای کې دا حالت کولی شي، له دندې څخه د رضایت کچه کمه شي. یوه له مهمو ستونزو څخه چې د تحصیلي څانګې او د دندې ترمنځ ناهماهنګي رامنځته کوي، همدا د دندې رضایت کمښت دی. خلک په یوه لوري زدهکړې کوي، خو کار يې په بل لوري وي، د تخصص او هغه څه ترمنځ چې دوی یې کوي، هیڅ همغږي شتون نه لري.»
د کار او ټوانیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي سلاموطندار ته وویل: «د افغانستان اسلامی امارت هڅه کوي چې خپل تشکیلات هغو ځوانو کدرونو ته په اختیار کې ورکړي چې هغوی زدهکړې کړي او د دوی د زدهکړه په مطابق په بستونو کې په دندو کې وګومارل شي. ځوانانو ته چې تحصیلات لري او یا کوم مهارت او مسلک یې زدهوي اسلامي امارت تر ډیره دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري.»
د سلاموطندار خبریالې هڅه وکړه چې د تحصیلي څانګو د انتخاب په تړاو د ځوانانو او د هغوی د کورنیو د پوهاوي کچې لوړولو په تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معینیت نظر هم ترلاسه کړي، خو له ډېرو هڅو سرهسره بریالۍ نهشوه.
په افغانستان کې ډیری ځوانان په داسې تحصیلي څانګو کې لوړې زدهکړې کوي چې یا یې خپله نهوي انتخاب کړي او یا هم د کار بازار له اړتیاوو سره سمون نهخوري چې د ټولنپوهانو په اند، دا وضعیت د بېکارۍ، له کار څخه د رضایت کچې کمېدو او د رواني فشارونو لامل کیږي.