Asset 1SWN

پر زده‌کړو او کار محدودیتونه؛ کابل کې یو‌شمېر ښځو د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې

DSC01937-q0p0ydvrov0da8dvek8xpx0ibkz9artj8lgwms5si0 (1)

افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا او له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او مېرمنو راګرځولو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر ښځو د لاسي صنایعو او خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې.

په دې راپور کې له ۳۰ مېرمنو سره مرکې شوې چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې ده.

د مرکه شویو مېرمنو له ډلې یې ۲۲ هغه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو بېلابېلو پوهنځیو کې زده‌کړیالانې، څلور یې په خصوصي ښوونځیو کې ښوونکې او پاتې څلور یې د سرپرست حکومت په راتلو سره خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال ۲۴ مېرمنو او نجونو سلام‌وطندار ته ویلي چې د تنګسې او د بلې لارې نشتون له امله یې د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې او شپږ هغه بیا د وزګارتیا له امله اړ شوي چې دا کار زده‌ کړي.

۱۹کلنه سیماګل چې د ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته یې د خیاطي یوې کارخونه کې کار ته یې مخه کړې، وايي: «له مجبوریت مې خیاطي ته مخه کړې، ځکه ښوونځي تړلي او نږدې شپږ میاشتې کېږي چې خیاطي ته مې مخه کړې، که امارت وغواړي ښوونځي پرانیزي، بیا ښوونځي ته ځي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوو.»

ریحانه چې د کابل اوسېدونکې ده او له ښوونځي پاتې، د خیاطي زده‌کولو ته مخه کړې. هغه وايي: «کور کې مې زړه په تنګ و او له مجبوریته د خیاطي کارخونې ته راغلم. له دې وړاندې به ښوونځي ته تلم او که خلاص وای، سږکال به لسم ټولګي کې وم، زه ډېره هیله‌منده یم چې ښوونځي به مو بېرته خلاص شي.»

د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي زده‌کړیاله فوزیه رشید وايي چې نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز لامل شوې چې دا د خیاطي کارخونه کې د خیاطي زده‌کولو ته مخه کړي.

هغې وویل: «کور کې به وزګاره وم او دا چې ومې نشوای کړای چې چېرته کار او زده‌کړې وکړم، همدا یوه لاره راته پاتې وه چې دا شغل انتخاب کړم، ځکه زه د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې یم. مجبوره شوم چې دې کارخونې ته راشم او کار وکړم.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې فرشته سدوزۍ بیا وايي: «دوه میاشتې کېږي چې د خیاطي دې کارخونې ته راغلې یم، له دې وړاندې چې دې کارخونې ته راشم، زده‌کړیاله وم، اووم سمسټر مې و، د شرعیاتو پوهنځي د فقې او قانون څانګې زده‌کړیاله وم.»

په دې راپور کې له داسې مېرمنو سره  هم مرکې شوي چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او خیاطي زده‌کولو ته یې مخه کړې. له دې مېرمنو حسنا وايي چې د سرپرست حکومت په راتلو یې دنده له لاسه ورکړې.

د نوموړې په وینا، هیله‌منده ده چې دې کارخونه کې په کار کولو سره وکولای شي، دومره عاید پیدا کړي چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې برابرې کړي.



د کابل یوه بله اوسېدونکې صابره چې د سرپرست حکومت له راتلو وړاندې یې، کور کې یو ښوونیز مرکز جوړ کړی و، وايي، له دې لارې یې ښه عاید ترلاسه کاوه او د خپلې کورنۍ اړتیاوې به یې پرې برابرولې، خو د یاد مرکز د فعالیت جواز نشتون له امله وتړل شو او دا اړ شوه چې د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړي.

نوموړې وویل: «کله چې کور کې پاتې شوم او غوښتل مې چې ځانته بوختیا پیدا کړم، نو د خیاطي کارخونې ته راغلم.  څوک نشته چې بېرته لاړ شي، هرڅوک غواړي پرمختګ وکړي او زه غواړم چې مخکې لاړ شو او دا رشته مو هم ښه ده او موږ هیله لرو چې د امکان په صورت کې په دې لاره کې پرمختګ وکړو.»

په دې راپور کې یو‌شمېر مېرمنو هیله‌ څرګنده کړه چې وکولای شي، بیا د زده‌کړو زمینه ورته برابره او زده‌کړې بشپړې کړي. نېک‌بختې وویل: «دلته ډېرې مېرمنې شته چې له زده‌کړو پاتې دي او له رواني اړخه اغېزمنې شوي. یوه زده‌کوونکې مې رقیه ده او فراغت ته نږدې وه چې ا.ا راغی او وضعیت یې خراب دی. اوس هم راځي او غواړي چې یو څه زده‌ کړي، خو هغه هیلې چې لري، ورته به ونه‌رسېږي او راتلونکې یې نامعلومه ده.»

د ښځو حقونو فعالانې حمیرا فرهنګ‌‌یار او فروزان داوودزۍ وايي چې حرفه هر کله زده‌کېدای شي، خو که د ښوونې او روزنې جوړښت له کار ولوېد، ټولنې ته به ګواښ رامنځته کړي.

حمیرا فرهنګ‌یار وویل: «له بده‌مرغه د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته نجونې د خیاطي زده کړې ته مخه کړې چې څنګه خپل وخت کنټرول او مدیریت کړي. که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو دوی غواړي یو نسل تباه کړي. د ښوونځیو تړل کېدل نجونې له روحي او احساساتي ستونزو سره مخ کړي او د تاوتریخوالي او جبري ودونو قرباني شوې او دا د هغې بدمرغه پایلې دي. د یوې ټولنې بنسټ ښوونه او روزنه ده، بیا موږ مسلک ته ځو او هغه څوک چې تعلیم ولري هغه هم مسلک زده کولای شي. ځکه چې مسلک په هر حالت او هر وخت کې زده کولی شو؛ خو زده کړه د هر انسان لپاره ځانګړی وخت لري.»

فروزان داوودزۍ بیا وویل: «د تېرو دوو کلونو په پرتله ډېری نجونې د زده‌کړو لپاره د تګ امکانات نه‌درلودل. له همدې امله، دوی خیاطي او مسلک ته مخه کړې. البته مسلک د یو هېواد په صنعت کې خپل ځای لري؛ مګر مسلک هیڅکله په ټولنه کې د تعلیم ځای  نشي نیولی، ځکه که موږ غواړو چې د نن ورځې د نړیوالو معیارونو پر بنسټ مسلکي شخص ولرو؛ دوی باید تعلیم‌یافته خلک وي. نو که موږ لوستي کسان ونه لرو، که هر څومره مسلکي کسان ولرو، موږ هېڅکله د لوستو کسانو ځای نه‌شو نیولی او دا کار کولای شي، د یوه هېواد راتلونکې له جدي خطرونو سره مخ کړي.»

خو د پوهنې برخې کارپوه جمال‌الدین سلیماني وايي، په یوه ټولنه کې د پوهې ځای د ټولنې د پرمختګ بنسټ او پُل دی. «هغه ټولنه چې د علم پر بنسټ ولاړه وي، د هغې ټولنې خلک هوسا ژوند لري او له اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پلوه په لوړه کچه وي. موږ هیڅکله علم د مسلک سره نه‌شو بدلولی. «په هغو ټولنو کې چې ښځې بې‌سواده وي، هغه ټولنې د وروسته پاتې‌والي او د فقر له لوړ ګراف سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي وايي، د ا.ا په واکمنېدو سره، هغو برخو کې چې اړیتا وې، ښځې پر دندو ګومارل شوې دي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت په راتلو سره هغو برخو کې چې ښځو ته اړتیا وه او ښځو ته یې باید خدمات وړاندې کړې وای، ټولو دې برخو کې ورته اساسي اړتیا وه، ښځو ته یې د کار کولو زمینه برابره کړې او د پوهنې، روغتیا، پاسپورټ او نور… کې فعالیت کوي او یو ښه چاپېریال ورته برابر شوی دی.»

د څه باندې دوه کلونو پر مهال هېواد کې د نجونو پر زده‌کړو او مېرمنو پر کار محدودیتونه لامل شوي چې میلیونونه نجونې او مېرمنې له زده‌کړو او کار بې‌برخې پاتې شي. دغه نجونې او مېرمنې له رواني فشارونو د خلاصون او بوختیا موندلو په پار لاسي صنایعو، خیاطي زده‌کړې او نورو برخو ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام