د هلمند د ګرشک ولسوالي د «سیدانو» کلي اوسېدونکي وايي، خپله سیمه کې روغتیايي مرکز او ښوونځی نهلري او ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی وویل، دغلته مېشتو ۶۵۰ کورنیو لپاره د روغتیا هیڅ اسانتیاوې نشته او اړ دي چي خپل ناروغان د ګرشک ولسوالۍ مرکز یا د زمبولي لرې پراته کلینیک ته یوسي چې ډېری وخت یې د لارې سخت شرایطو له امله ژوند له خطر سره مخ کېږي.
د ګرشک ولسوالي د «سیدانو» کلي اوسېدونکو عبدالصمد او سید محمد معصوم اغا وویل: «موږ دلته شاوخوا ۶۵۰ کورنۍ ژوند کوو، خپل ناروغان زمبولي یا د ګرشک ولسوالۍ مرکز ته ورولو، فاصله ډېره زیاته ده. داسې زیات پیښ شوي چي ماشومانو او ښځو روغتون ته تر رسیدو مخکي ساه ورکوي.»
«روغتیايي ستونزې مو ډېرې زیاتې دي، موږ ناروغان د ګرشک ولسوالۍ مرکز یا د زمبولي په یو لرې کلینیک ته ورولو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغې سیمې اوسېدونکي د تعلیمي اسانتیاوو له نهشتون هم شکایت کوي او وايي، نه ښوونځی لري او نه هم دیني مدرسه چې په همدې دلیل یې ماشومان له زدهکړو بې برخي دي.
محمد قاسم او سید احمدالله اغا یې په اړه وايي: «دلته ښوونځی بیخي نشته، دولتې دینې مدرسې هم نشته یوازې خصوصي مدرسې شته چې هغه بسنه نه کوي. ډېری خلک مالي توان نهلري چې هره میاشت د هر ماشوم پر سر ۳۰۰ افغانۍ فیس ورکړي.»
«دلته ښوونځی نشته، ماشومان مو ټوله ورځ کوڅو کې ګرځي، بې تعلیمه پاته دي، مونږ ښوونځی، مدرسې او روغتون ته اړتیا لرو.»
په همدې حال کې د هلمند ځايي مسوولان وايي، د دغو ستونزو حل ته کار کوي. د هلمند والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وايي، د پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو اړونده وزارتونو ته وړاندیزونه کړي، څو د سیدانو کلي لپاره تعلیمي او روغتیايي تشکیل منظور شي.
د هلمند په نورو لرې پرتو سیمو کې هم خلک له ورته روغتیايي او تعلیمي ستونزو سره مخ دي.