غزني کې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د «سردې» بند د بیارغونې عملي چارې پیل شوي دي.
د چارواکو په وینا، د دې بند په شاوخوا کې د کانالانو د پاکوالي، د زرګونو نیالګیو د کېنولو او اوبو لګولو لپاره د حوضونو د جوړولو چارې روانې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیبالله مجاهد وايي چې د دې بند د بیارغونې چارو په پیل سره به ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د غزني اندړ، ګېلان او دهیک ولسوالۍ سربېره د پکتیکا ولایت د یوشمېر ولسوالیو کرنیزې ځمکې خړوبې کړي.
په ورته مهال د غزني ولایت یوشمېر اوسېدونکي د دې بند د جوړېدو د کار له پيل څخه هرکلی کوي او وايي، د کار کولو د زمینې برابرېدل او د کرنې وده، د دوی لپاره یو ښه زېری دی. د دوی په خبره، د یاد بند رغول به د دې لامل شي چې دې سیمې ته د سیلانیانو ورتګ به زیات کړي.
د سردې بند غزني کې د اوبو له مهمو بندو څخه دی چې په کال ۱۳۴۶ کې یې د یاد ولایت سوېل لوري ته په ۲۰ کیلو مټرۍ کې د جوړېدو ډبره کېښودل شوه. یاد بند د ۷۶ جرېبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورستیو کلونو کې جګړه د دې لامل شوې وه چې د یاد بند کانالونه وتړل شي او له اوبو څخه یې په سمه توګه استفاده ونهشي.