له هغه وروسته چې ا.ا واک ته رسېدلی، تل د مدني او ټولنیزو فعالانو، د ښځو حقونو فعالانو، د تېر دولت د ځواکونو او خبریالانو راپورونه ورکول کېږي چې په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره هم مخامخ شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، ا.ا په وروستیو څو ورځو کې د ښځو حقونو درې فعالانې چې کابل کې یې لاریون کړی و، نیولې دي. د ا.ا استخباراتو تازه یو مدني فعال او د قلملار بنسټ مسوول مطیعالله ویسا په کابل کې نیولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مطیعالله ویسا له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل کېدو لپاره کمپاینونه کړي او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې هم خپل کار ته دوام ورکړی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د ښځو حقونو فعالانې فاطمه محمدي، ملالۍ هاشمي او رقیه ساعي په ضمانت خوشې شوي، خو مطیعالله ویسا چې د وري په اوومه، د دوشنبې ورځ ماسپښین د اسلامي امارت له لوري نیول شوی، تر اوسه بندي دی.
د مطیعالله ویسا ورور عطاالله ویسا پر ټویټر خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې نن کور ته ورغلي او نه یوازې یې پلټلی او د مطیعالله ویسا کمپیوټر او ټیلیفونونه یې له ځان سره وړي، بلکې د ده دوه نور ورونه یې هم د لنډې مودې لپاره نیولي وو او د کورنۍ غړیو ته سپکې سپورې ویلې دي.
اسلامي امارت تر اوسه د مطیعالله ویسا د نیول کېدو د لامل او د ځای په اړه څه نهدي ویلي، خو دغه کار یې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه را پارولي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بنټ د مطیعالله ویسا پر نیول کېدو نیوکه کړې او د نوموړي د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم په یوه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې مطیعالله ویسا را خوشې کړي. یوناما دغه راز، له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د مطیعالله ویسا د نیول کېدو د لامل په اړه هم وضاحت ورکړي.
خو اسلامي امارت وايي چې حکومت حق لري، څو هغه کسان چې د ا.ا د اصولو خلاف خوځښتونه کوي، ونیسي او پوښتنې ګروېګنې ترې وکړي. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار په دې اړه سلاموطندار ته ویلي: «د اسلامي امارت حکومت هغه کسان چې خوځښت ونه لري، نه نیسي.»
هغه زیاتوي: «څوک چې هېواد کې خوځښت وکړي، د یوه نظام کشفي او استخباراتي ځواکونه حق لري چې د ملي ګټو او امنیت لپاره ترې پوښتنې وکړي، خو په ټوله کې موږ تاسو ته ډاډ درکوو، څوک چې په عادي ډول او له اصولو سره سم هېواد کې واوسېږي، د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نه څارل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یوه تازه راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت له لوري د افغانانو نیول او شکنجه ډېر شوي دي.
د دغه سازمان په راپور کې لیکل شوي چې افغانستان کې د ښځو، رسنیو او بیان ازادۍ پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي او هغه بنسټونه چې د بشري حقونو برخه کې یې فعالیت کاوه، اوس یې فعالیتونه د پام وړ کم شوي یا هم بېخي درېدلي دي.