یوشمېر ښځینه موټر چلوونکې د اسلامي امارت له لوري د هېواد په ځینو ولایتونو کې ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو د نه ورکړې له امله اندېښنه ښيي او پر دغې پرېکړې نیوکه کوي.
دوی وايي چې د اسلامي امارت له لوري لګول شوي محدودیتونه په ټولنه کې د ښځو پر حضور کړۍ راتنکوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په تازهګۍ سره د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې ځینو سرچینو خبر ورکړی چې اسلامي امارت ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو وېش بند کړی دی.
یوشمېر ښځې دغه پرېکړه د خپلو ټولنیزو حقونو سره په ټکر کې بولي او وايي، ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو نه ورکړه، د دې ښکارندوینه کوي چې اسلامي امارت ښځو ته د ټولنې د نیمايي وګړې په توګه باور نه لري.
هرات کې یوه ښځینه موټر چلوونکې ثنا حجتي وايي چې د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو لګول، د ټولنیزو حقونو خلاف عمل دی او د یوې ښې راتلونکې لپاره د دوی تمې له منځه وړي.
حجتي زیاتوي، د موټر چلونې پرمهال دا وېره ورسره وي چې ښايي د اسلامي امارت د ځواکونو له ناسم چلن سره به مخ شي.
علینا رسا چې له دې وړاندې د مخکیني حکومت پرمهال یې په جوزجان ولایت کې موټر چلوه، وايي چې اوس د موټر چلولو جرات نه کوي او نشي کولای چې د پخوا په څېر د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.
نوموړې سلاموطندار ته واي: «موټر چلول د ټولو حق دی چې د اړتیا پرمهال یې ترلاسه کولای شې، خو اوس دغه حق له ښځو اخیستل شوی. ښځې د موټر چلولو جواز نشي ترلاسه کوی او هغوی چې یې لري، د موټر چلولو اجازه نه ورکول کېږي. د اسلامي امارت له لوري پر ښځینه موټر چلوونکو ډېر فشارونه راوړل کېږي.»
که څه هم ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو نه ورکړې په اړه په رسمي توګه اسلامي امارت څه نه دي ویلي، خو په لومړي د هرات د ټرافیکو ریاست د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دوی ته شفاهي امر شوی چې له دې وروسته ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو وېش ودروي.
په دې اړه مو د هرات د ټرافیکو ریاست مسوولان د نظر غوښتنه هم وکړه، خو له هڅو سره سره مو ځواب ترلاسه نه کړ.
په همدې حال کې د هرات د امنیې قومنداني ویاند محمودشاه رسولي سلاموطندار ته د دې خبر د تایید ترڅنګ وايي چې ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو وېش درول شوی، خو اسلامي امارت د ښځو لپاره یوه نوې تګلاره تر لاس لاندې لري.
د هغه په وینا، د دې طرحې په بشپړېدو سره به ښځینه موټر چلوونکو ته د جوازونو د وېش لړۍ بېرته پیل کړي.د اسلامي امارت له لوري ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو نه ورکړې په ټولنیزو رسینو کې د یوشمېر کاروونکو تند غبرګونونه راپارولي دي.
دوی وایي، د مېرمنو د کار او فعالیت پر وړاندې بندیزونه په ښکاره ډول، له هغو ژمنو سرغړونه ده چې اسلامي امارت له افغان مېرمنو سره کړې وې.