په کندوز کې محلي باوري سرچینې سلاموطندار ته وایي چې په دغه ولایت کې یوشمېر بندیانو له څو ورځو راهیسې د زندان دیوالونه د تېښتې لپاره کیندلي وو چې نن ماښام په تېښته بریالي شوي دي. سرچینې زیاته کړې، اوس د کندوز ښار نظامي بڼه خپله کړې او د اسلامي امارت ځواکونو له دغه بندخونې څخه پاتې بندیان بل ځای ته انتقال کړي دي.
ویل کېږي، د دغو بندیانو شمېر چې په تېښته بریالي شوي، شاوخوا ۲۰ کسانو ته رسېږي، خو د کندوز د مرکزي زندان د بندیانو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سرچینه زیاتوي چې یوشمېر بندیان دغه زندان سره نږدې کورونو او په سیمه کې د سړکونو له لارې په تېښته بریالي شوي دي.
خو د کندوز د امنیه قومنداني ویاند قاري عبیدالله عزیز وایي، نن ماښام یو کس زندان ته دننه شوی او غوښتل یې چې بندیانو ته د تېښتې لار برابره کړي، خو د هغه د نیولو په موخه د اسلامي امارت د ځواکونه هڅې دوام لري.
د کندوز د امنیه قومنداني ویاند زیاتوي چې د زندان څلورې خواوې یې کلابندې کړي او بندیان یې نورو ځایونو ته لېږدولي دي. هغه د کندوز له مرکزي زندان څخه د شاوخوا ۲۰ بندیانو تېښته ردوي او وایي چې د خپلو د څېړنو موندنې به وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.
په همدې حال کې د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیعالله روحاني وایي چې څو بندیانو د تېښتې هوډ درلود او د خپل بندخونې دروازه یې ماته کړې وه چې د زندان د ساتونکو لهخوا مهار شوی. هغه زیاتوي چې د یوشمېر بندیانو له تېښتې وروسته د زندان ساتونکو د نورو بندیانو د تېښتې مخه نیولي.