سره له دې چې افغانستان کې مېرمنې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، له کوره د وتلو پرمهال مېرمنو سره د نارینه محرم شتون، هغه مېرمنې چې خاوندان یې، مسافر دي، له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي.
په دې راپور کې له ۲۵ هغو مېرمنو سره چې د بېلابېلو لاملونو له کبله یې، خاوندان مسافر او کډوال شوي، مرکې شوي او ویلي یې دي، له کوره بهر د دوی پر تګراتګ محدودیتونو یې، ژوند تریخ کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل کېږي چې هېواد کې د امربالمعروف او نهې عمنالمنکر قانون له توشېح وروسته ځینو ولایتونو کې د ښځو پر تګراتګ محدودیتونه زیات شوي دي. د یاد قانون په یوې ماده کې هم دا نهدي ویل شوي چې ښځې دې له محرم پرته له کوره بهر نهشي وتلی؛ د دې قانون ۲۰مه ماده کې ویل شوي چې موټرچلوونکي دې یوازې او له محرم پرته مېرمنې موټر کې نهپورته کوي.
د کاپیسا اوسېدونکې مرسل او د کندوز اوسېدونکې لیلا سلاموطندار ته وویل چې روغتون او یا هم د ژوند لومړینو اړتیاو برابرولو لپاره له ستونزو سره مخ ده. «څو ورځې وړاندې سودا پسې تللې وم، زه یې ودروم او وې ویل چې نارینه نهأرې، چېرته دی؟ څه مې ونهویل، څه ووایم؛ ومې ویل محرم نهلرم، څوک راولم؛ پلارګنۍ مې دلته نشته، مزار کې دي؛ ماته چېرته اجازه راکوي چې هلته ژوند وکړم، هیله مې خدای دی او خاوند مې دی.»
لیلا وویل: «زما اندېښنه دا ده چې د یوې مېرمنې په توګه بازار ته نهشم تللی او مې کارونه په خپله مخته بوځم؛ ماشوم مې نیمه شپه ناروغېږي، خاوند مې نشته. ایا زه کولای شم چې د ګاونډي کور ته لاړه شم او بېګانه کس راشي.؟»
دغه مېرمنې وايي، د دوی پر تګراتګ محدودیتونه لامل شوي چې خاوندانو ته یې، تړاو زیات شي او په وینا یې، خاوندان یې، له افغانستان بهر دي.
د جوزجان اوسېدونکې تمکین وویل: «له کوره بهر نهشم تللی؛ وايي، ښځه یې او یوازې چېرته ځې؟ بیا کې ورته ټينګه شم، وايي، لېوره سره دې لاړه شه. زه نه خوښوم چې له خاوند پرته له بل چا سره بازار ته لاړه شم، د همدې لپاره کله چې څه ته اړتیا ولرم، وايم خپله ځم. که څه هم ډېری وخت زما په زړه نهدی.»
د جوزجان اوسېدونکې کرشمې هم وویل: «ستونزې ډېرې دي؛ کله چې ماشوم مې ناروغ شوی و، دلته یې، درملنه نهکېده، اړ شوم چې ولایت ته لاړه شم او هلته یې، درملنه وکړم؛ بلخ ته لاړم؛ ځکه کورنۍ اجازه نهراکوله چې لاړه شم، د خاوند په مرسته مې لاړه او درملنه مې ورته وکړه.»
د دې راپور موندنې ښيي چې د ۱۹ مېرمنو خاوندان د وزګارتیا، د یوې د لوړو زدهکړو او د پنځو نورو بیا د بېلابېلو ستونزو له کبله له افغانستان بهر وتلي دي.
فراه اوسېدونکې فریبا وویل: «څو چې کار کوي، پیسې یې، افغانستان ته رالېږي. د ژوند شرایط ستونزمن شوي؛ څه کور کې څه بهر؛ ډېر سخت شوي. د کور دننه د فقر او بدبختۍ له امله، کار نشته، اولادونه مې اړتیاوې لري.»
د بادغیس اوسېدونکې فرزانې وویل: «خاوند مې ایران ته تللی؛ دلته کار نهو؛ بدبختي وه؛ زورګار مو نهچلېږي.»
دیني عالمان وايي، اسلام له کوره د وتلو پرمهال ښځې سره د محرم یوځای وتلو امر کړی او په وینا یې، دغه کار د ښځو امنیت او کرامت په موخه دی، خو که ښځې د هر دلیل له امله شرعي محرم ونهأري، د شرعيت په رڼا کې له کوره وتلی شي.
دیني عالم قطبالدین مجتهد وویل: «که د ښځې محرم د سفر یا مړینې له امله نهوي، اسلام ټيڼګار کړی چې د شرعي اصولو او اخلاقو په رڼا کې، لکه د حجاب مراعتول، کولای شي، له کوره ووځي. دا اصول او لارښوونې د مېرمنو د امنیت خوندیتوب او کرامت په هدف دي او خاصو شرایطو کې لګول شوي دي.»
د قوانینو رعایت اړین او سرغړونې ته یې، هېڅ توجهیې شتون نهلري. حقوقپوهان په دې باور دي چې ښاریان له قانون پیروي ته مکلف دي، خو اړتیا ده چې د قانون مسودې د خلکو امنیت او رفاه ته اسانتیاوې رامنځته کړي، نه د ستونزو لامل شي.
نوراقا شعیب وویل: «د اسلامي فقهې د قواعدو له اړخه په پرېکنده توګه د ښځو پر تګراتګ محدودیت نهدی لګول شوی. په ځانګړې توګه روغتیايي مرکزونو ته چې مراجعه کوي، هېڅ قانوني ممانعت نشته او ښځه چې بلوغ ته رسېدلې، حق لري چې د اړتیاو او نورو سوداګریزونو کارونو او له یوه ظلم د خلاصون لپاره یو کس وکیل ونیسي؛ د دوی حق دی. له قانوني اړخه هم کولای شي چې له ځانه دفاع ومړي او ستونزې حل کړي.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر سلاموطندار ته په لیکنې بڼه یوه پیام کې ویلي، هغه مېرمنې چې خاوندان ورسره نشته، کولای شي، د کورنۍ غړي کولای شي چې ورسره مل شي.
کاري محدودیتونه، د ژوند مسوولیتونه او د خاوند د ملاتړ تشه، له هغو ستونزو دي چې هېواد کې مېرمنې ورسره مخ دي او د کډوالو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۰ کال راپدېخوا لږ تر لږه اته میلیونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.