د لومړي ځل لپاره د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د اکسیجن او نایتروجن د تولید کارخونې په فعالیت پیل کړی. دا کارخونې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ بالونه اکسیجن او نایتروجن د تولید ظرفیت لري.
په جوزجان کې د افغان ګاز د تصدۍ رییس قاري محمدیوسف احمدي وايي، د اکسیجن د تولید دا کارخونه د شبرغان ښار د جرقدوق سیمه کې د څلور نیم میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده.
د احمدي په وینا، تر دې مخکې د فاریاب، سرپل، جوزجان او بلخ ولایتونه د اکسیجن په واردولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې د دې کارخونې په فعالیت او د اکسیجن د تولیدي دستګاه په نصبېدو سره به دا ستونزې حل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په جوزجان کې د افغان ګاز تصدۍ فني مرستیال غلام صدیق نیازی وايي، دا کارخونه د هېواد د څلورو شمالي ولایتونو د اړتیا پوره کولو په موخه فعاله شوې او دوی هڅه کوي چې د اکسیجن او نایتروجن د کموالي په برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي.
د افغان ګاز د فني مرستیال په وینا، د دغه ډول تولیدي کارخونو په جوړېدو، سره یو دا چې بېکارو خلکو ته کاري فرصتونه برابرېږي د دولت خزانې ته هم عواید راټولېږي.
د جوزجان یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د اکسیجن د تولید خونې له جوړېدو هرکلی کوي او دوی له سوداګرو څخه هم غواړي چې دغه ډول کارخونې جوړې کړي.
په هېواد کې د اکسیجن او نایتروجن څخه د ناروغانو په درملنه، تولیدي کارخونو او د کبانو روزنه کې کار اخیستل کېږي.