یوشمېر ولایتونو کې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، سره له دې چې د سېلابونو په څېر د طبیعي پېښو پر وړاندې زیانمنونکي دي، خو د مسوولو بنسټونو له لوري دوی ته پر وخت پوهاوی نه ورکول کیږي.
پنجشېر ولایت کې کروندګر صلاحالدین او د کاپیسا ولایت اوسېدونکې سمېرا له سرپرست حکومته وغوښتل چې د کلیو مشرانو او جوماتونو له لارې له وړاندې خلکو ته پوهاوی ورکړي.
«کروندګر مخابراتي شبکو ته لاسرسی نه لري، باید د جوماتونو له لارې پوهای ورکړل شي. د هوا حالاتو په اړه دې مالومات خلکو سره شریک شي، ترڅو چمتوالی ونیسي، هغه کورنۍ چې له خطر سره مخ دي، مخکې له مخکې چمتوالی ونیسي.»
«کروندګر تر ډېره ټولنیزو شبکو ته لاسرسی نه لري، مونږ غواړو چې د جوماتونو له لارې پوهاوی راکړل شي او په وخت مالومات راسره شریک شي. دا مونږ سره مرسته کوي چې خطر سره له مخ کېدو وړاندې چمتوالی ولرو او خوندي ځایونو ته لاړ شو.»
د لرې پرتو سیمو یوشمېر نور اوسېدونکي هم وايي، د مسوولانو له لوري پر وخت د پوهاوي ورکولو پروګرام نهشتون، د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د زیانمنېدو کچه لوړوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بدخشان د زیباک او شهدا ولسوالیو اوسېدونکو جاوید او قدوس وویل:
«تراوسه د دولت او بنسټونو له لوري د سېلابونو او بارانونو په اړه مونږ ته له وړاندې خبر نه دی راکړل شوی. دغو لرې پرتو سیمو کې ټولنیزو شبکو ته هم لاسرسی نه لرو. کله چې سېلابونه ډېر شي بیا هغه وخت مونږ ځانونه وباسو.»
«زمونږ سیمه د سېلابونو پر وړاندې ډېره خطرناکه ده، کورونه مو مقاومت نه لري. څو کاله وړاندې سېلاب راغلی وو، کورونه او کرنیزې ځمکې یې له منځه یوړې. دې ورځو کې هم هوا باراني ده.»
دوی وايي چې په سیمو کې يې د برېښنا او انټرنیټ د نشتوالي له امله، نشي کولای په وخت سره د هوا حالاتو په اړه خبرداریو څخه خبر شي ترڅو د خپل ژوند او ملکیت د ساتنې لپاره په وخت اقدام وکړي.
د اوبو او برښنا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سېشنبې د ثور میاشتې تر دویمې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی.
دغه وزارت د پروان، پنجشیر، کاپیسا، پکتیا، لوگر، لغمان، کونړ، بغلان، تخار، کندز او بدخشان ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې سیندونو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې:
«په پروان، پنجشیر، کاپیسا، پکتیا، لوگر، لغمان، کونړ، بغلان، تخار، کندز او بدخشان ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو راوتو او د اوبو سطحې لوړېدو وړاندوینه کیږي. له ټولو هغو کسانو چې په ټيټه سطحه سیمو کې ژوند کوي، غوښتل کیږي چې چمتوالی ولري او سیندونو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.»
د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو، د هېواد د ډېری سیمو په ځانګړې د لرې پرتو کلیو اوسېدونکي د طبیعي پېښو په ځانګړې توګه د بارانونو، سېلابونو او د زلزلو جدي خطرونو سره مخ دي او دغو پېښ، تل د مالي زیانونو ترڅنګ درنه مرګژوبله هم ور اړولې ده.


