Asset 1SWN

مجاهد: د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو په اړه د هېوادونو غوښتنې د منلو نه دي

E_CUM_gVUAAQyTO

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد د امریکا له لوري افغانستان کې د ټوله‌ګډونه حکومت رامنځته کولو په اړه د یاد هېواد غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، د اوسني حکومت له لوري به دغه غوښتنه هېڅ‌کله ونه منل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د پراخ‌بنسټه حکومت رامنځته کول د افغانستان کورنۍ مسله ده او هېوادونه باید په‌کې  لاسوهنه ونه‌کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «که ټول‌ګډونه په دې معنی وي چې بېلابېل قومونه حکومت کې ځای ولري، اوسنی نظام له ټولو قومونو جوړ دی، کابینه کې د هر قوم استازي شته او ۸۰سلنه حکومت له پخوا فعال دی، که هغه ټول‌ګډونه وي، موږ افغانان پوهېږو چې څه وکړو او هېوادونه حق نه‌لري چې زموږ د کورنیو چارو په اړه وغږېږي.»

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوس خپلې چارې له قطر  پر مخ وړي، تېره ورځ د دموکراسۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

یو‌شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي، افغانستان د ټول‌ګډونه حکومت په اړه په خپلو تکراري څرګندونو سره غواړي چې افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمود اضطرابي وویل: «امریکا د دموکراسۍ او ارزښتونو په نوم نورې موخې لري چې دغه هېواد د تاریخ په اوږدو کې جګړې ته لمن وهلې، خو له بده‌مرغه چې د شعار په نوم نه دی راغلی، بلکې د دموکراسۍ په شعار راغلې، اوس هم هڅه کوي چې د ټول‌ګډونه حکومت په نوم خپل کسان ځای پر ځای کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

امریکا د تېرو دوو کلونو پر مهال په وار وار افغانستان د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی. له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن دیکر هم ویلي و  چې هېواد یې غواړي د افغانستان حکومت ټول‌ګډونه وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام