Asset 1SWN

عدلیې وزارت: د ګوندونو سیاسي فعالیتونه بند او شرعي بڼه نه‌لري

F3pAo0VWkAAtDg2

د عدلیې وزارت مسوولان وايي چې په هېواد کې د ګوندونو ټول سیاسي فعالیتونه په بشپړه توګه بند شوي دي.

د عدلیې وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه د زمري ۲۵مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د دغه وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

مسوولانو زیاته کړې چې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه شرعي بڼه نه‌لري او په وینا یې، ملت ته ګټه نه‌لري او نه یې هم ملت غواړي.

په همدې حال کې د عدلیې وزارت په تېر یوه کال کې د قانون، مقررې او اساسنامې په ګډون د ۴۹ تقنیني سندونو د تسوید او تدقیق چارې بشپړې کړې دي.

ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یاد وزارت مسوولانو وویل چې تېر کال ۱۷۵۰۶ حقوقي دوسیو او ۷۹۵۷۲ عریضو ته رسېدنه شوې او ۸۳۲۸ کورنۍ، مدني او سوداګریزې حقوقي قضیې محکمو تر تلو مخکې حل شوي دي

همداراز محکمو تر پرېکړو وروسته ۱۳۴۳ مدني او سوداګریزې حقوقي دوسیې بیا پلې شوې دي.

عدلیې وزارت تېر کال کې د ټولنو (اتحادیو او خیریه بنسټونو)، د معاملو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو، ۱۷۳۷ جوازلیکونه ثبت او کړي دي.

د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په یاده خبري ناسته کې داسې مهال هېواد کې د ګوندونو فعالیتونو په بشپړه توګه د بندېدو خبر ورکوي چې د مخکیني حکومت پر مهال عدلیې وزارت سره لسګونه ګوندونه ثبت وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د مخکیني حکومت د عدلیې وزارت پر وېب‌سایټ د شته نوملړ پربنسټ، هغه مهال دغه وزارت سره ۷۳ سیاسي ګوندونه ثبت وو چې ډېرو یې کابل کې خپل سیاسي فعالیتونه مخې‌ته وړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام