Asset 1SWN

بهرنیو چارو وزارت: د جیش محمد ډلې مشر افغانستان کې نشته

302263667_5331455560284163_7812227567120354112_n

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر ټویټر لیکلي چې ا.ا په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم رد کړي دي.

پاکستاني رسنیو تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د دغه هېواد حکومت ا.ا ته یو لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ونیسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

جیو نیوز د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي و، «پاکستان باور لري چې اظهر د افغانستان په کوم ځای کې پټ دی.»

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ټولو اړخونو غوښتنه کړې چې له شواهدو او سندونو پرته په ورته مسایلو کې د تورونو له لګولو ډډه وکړي؛ ځکه په وینا یې، دا ډول رسنیز تورونه پر دوه‌اړخیزو اړیکو منفي اغېز پرېباسي.

جیش محمد ډله په پاکستان کې فعالیت کوي او د ملګرو ملتونو له لوري د ترهګرو ډلو د مشرانو په نوملړ کې شامل شوی دی.

د راپورونو له مخې، لوېديځ وخت‌ناوخت پر پاکستان فشار راوړي، څو د اظهر پر وړاندې اقدام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام