باختر خبري اژانس په یوه ټویټر پیغام کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د ویاند محمدصادق عاکف له خولې لیکلي چې یاد وزارت په دولتي ادارو کې د هغو کسانو د ممنوعیت په اړه کومه طرحه نه ده جوړه کړې چې «ږیره» او یا هم «خولۍ» ونه لري.
د دغه وزارت د ویاند په وینا، د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت تراوسه د یوه «توصیه کوونکي» ادارې په توګه عمل کړی او په راتلونکي کې به یې هم وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر رسنیو د اسلامي امارت د مالیې وزارت د کارکوونکو له قوله راپور ورکړی چې یاد وزارت یوشمېر کارکوونکو ته له دې امله خپلو دندو ته د تلو اجازه نه ده ورکړې چې خولۍ یې نه لرلې.
د یاد رسنیو د راپور له مخې، دغه محدودیتونه د امر بامعروف او نهې عنالمنکر وزارت له لوري لګول شوي دي.
په ورته مهال د مالیې وزارت د دغو کارکوونکو په وینا، یوشمېر کارکوونکو چې رییسان هم پهکې شامل وو، اړ شول چې له بازار څخه خولۍ وپېري او بیا خپلو دندو ته وګرځي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بلخوا په یوشمېر نورو وزارتونو او دولتي ادارو کې بیا هغو کسانو چې «ږیرې» یې تراشلې وې اجازه یې نه وه ترلاسه کړې چې خپلو دندو ته لاړ شي.


