له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان د سیاسي انزوا ترڅنګ د سیاسي-حقوقي جوړښتونو لهمنځه تلل او اقتصادي پاشلتیا د خلکو پر ژوند اغېز کړی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې تازه په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې بندیزونه لامل شوي چې د دغه هېواد د وګړو اقتصادي وضعیت لاپسې ننګونکی کړي.
بلخوا د اقتصاد وزارت مسوولان هم د سره صلیب نړیوالې کمېټې دغه راپور تاییدوي.
د یاد وزارت عبدالرحمن حبیب سلاموطندار ته ویلي، که څه هم هڅې روانې دي چې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ښه شي، خو په وینا یې، د شتمنۍ ګنګلېدل او بانکي ستونزې لامل شوي چې دا هڅې پایلې ونهلري.
هغه زیاته کړه چې دې بندیزونو ناوړه منفي اغېزې لرلې دي. «له بلې خوا د افغانستان د شتمنۍ ګنګلېدل چې د هېواد د سوداګرۍ د باور برخه کې یو مهم فکټور دی، د هېواد په ناخالصو کورنیو تولیداتو باندې اغېز کړی دی.»
که څه هم د څه باندې دوو کلونو پر مهال نړیوالو افغانستان ته بشري مرستې رالېږلې، خو یادو مرستو د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ښهوالي کې په اغېزمنه توګه مرسته نه ده کړې.
د چارو ځینې شنونکي بیا په دې باور دي چې د اوسني سرپرست حکومت تګلاره او کړنې لامل شوي چې د نړیوالو له بندیزونو سره مخ شي.
د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي وویل: «افغانستان تر بندیزونو لاندې نه دی، هر څوک چې وغواړي افغانستان سره سوداګري کولای شي، خو د نورو هېوادونو له نظره هغه کسان چې تر بندیز لاندې دي، حکومت یې لاس کې دی. حکومت دې پراخ کړي چې له هېواده بهر ملي معلوم شي.
په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي نصیر رشتیا بیا وايي چې پراختیايي پروژې دي په خوځښت راوستل شي او حکومت دې ستونزې حل کړي. «حکومت دې هڅه وکړي چې ستونزې حل کړي او اقتصادي مهمې استراتیژي او پروګرامونه دې ولري.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د نړیوالو سازمان مسوولانو ویلي چې د بودیجې کمښت له امله له افغانستان سره د خپلو مرستو په کچه کې کموالی راولي، هغه څه چې د افغانانو ستونزې به لاپسې پراخې کړي.