هندي رسنیو د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د نوي فصل له پیل څخه خبر ورکوي. «د هندو» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی نوراحمدنور هند کې د افغانستان د سفارت د سرپرستۍ مسوولیت د پرمخ وړو په موخه نوي ډیلي ته رسېدلی دی.

یادې رسنۍ د هندي رسمي سرچینو په حواله زیاته کړې چې نورمحمدنور تراوسه د هند حکومت ته د خپل ګومارنې رسمي لیک نه‌دی سپارلی.

که څه هم اسلامي امارت په رسمي ډول دغه موضوع نه‌ده تایید کړې؛ خو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې سلام‌وطندار ته تایید کړه چې ښاغلی نور د افغان سفارت د سرپرستۍ لپاره نوي ډیلي ته تللی.

د هندو ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې د نور د دندې د رسمي پیل سره، د افغانستان پخوانی بیرغ او د سفارت کارکوونکي به د یو څه مودې لپاره پاتې شي.

د هندۍ رسنۍ د راپور په یوه برخه کې ویل شوي: «د طالبانو له‌خوا د کابل د کنټرول له نیولو نږدې پنځه کاله وروسته، د دغه حکومت له لوري ټاکل شوی لومړنی ډیپلوماټ په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د مسؤلیت پر غاړه اخیستو لپاره هند ته رسیدلی، د مفتي نور احمد نور په وینا، نوموړي تر اوسه د خپل ټاکل کیدو رسمي لیک نه‌دی سپارلی.»

هندي رسنۍ وايي چې دغه پرېکړه د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې هند ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د سفر پرمهال وشوه.

بل‌خوا د سیاسي چارو کارپوهان دغه پرمختګ د هند او کابل ترمنځ په ډیپلوماټیکو اړیکو کې یو نوی ګام بولي او زیاتوي چې دغه پریکړه به د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د چارو کارپوه اکرم عارفي وايي: «دوو هېوادونو پریکړه کړې چې خپلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي؛ د همدې لپاره د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو هند ته سفرونه وکړل او دغه سفرونو لویو تړونونو او قراردادونو ته لار هواره کړه. اوس د دې تړونونو د تعقیب او د اړیکو د کچې د پراختیا لپاره اړینه ده چې د دواړو هېوادونو دیپلوماتیک استازیتوبونه هم پیاوړي شي، څو دغه تړونونه او موافقې تعقیب کړي.»

سیاسي کارپوه نجیب‌الرحمن شمال وویل: «په تېر یوه کال کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې پراخې شوي او په اکتوبر ۲۰۲۵ کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د نوي ډیلي سفر سره، د دواړو اړخونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ په څرګنده توګه زیاتې شوې.»

هند په وار وار ټینګار کړی چې له افغانستان سره یې اوسنۍ اړیکې د خلکو پر محور ولاړې دي او د بشري مرستو، اقتصادي ظرفیت لوړولو او د افغانانو د ژوند ملاتړ په برخه کې متمرکزې دي.

هند اوس افغانستان ته د درملو په صادرولو کې مهم رول لوبوي او د افغان توکو لپاره د صادراتو لارې اسانه کوي.

دغه همکاریو نه یوازې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو کمولو کې مرسته کړې؛ بلکې افغانستان یې سیمه‌ییزو بازارونو ته هم نږدې کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام