د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل هندي سیال ایسجې شنکر سره نوېډیلي کې غونډه کړې.
ضیا احمد تکل نن (جمعه، میزان ۱۸) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو تر منځ په تګ راتګ او پر سیمهییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی.
متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر مننه کړې چې هند ته یې د سفر بلنه ورکړه او دا سفر یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په مسیر کې یو مهم او تاریخي بدلون وباله.
نوموړي هند د سیمې یو مهم هیواد وباله او ویې ویل: «د افغانستان او هند ترمنځ نه یوازې داچې ډیپلوماټیکې اړیکې شته، بلکې دواړه هیوادونه یو له بل سره تاریخي، تمدني او ولسي پيوستون لري چې له پېړیو راهیسي دوام لري.»
همداراز د بهرنیو چارو وزیر د نشهیي توکو پر ضد مبارزې، سیمهییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل، افغانستان کې د پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته شوي او هندي پانګوال کولی شي چې په کرنه، روغتیا، کانونو، برښنا، ترانسپورت او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې هند کې د افغان بندیانو ستونزو ته رسېدنه وشي، تر څو خپل هیواد ته ستانه شي او همدا ډول د واګه بندر د خلاصیدو او د ویزو په برخه کې اسانتیاوې راشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د امنیت د ټینګښت، د نشهیي توکو د قاچاقو د مخنیوي او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به تعامل ته دوام ورکوي.
نوموړي همدا راز په کابل کې د هند د سفارت د کچې له تخنیکي ماموریت څخه ډیپلوماټیکې کچې ته د لوړولو اعلان وکړ او هم یې په ډیلي کې د اسلامي امارت د ډیپلوماټانو د منلو هوکړه وکړه.
همدا ډول د هند بهرنیو چارو وزیر په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د وروستیو زلزلو په اړه یو ځل بیا خواخوږي څرګنده کړه او له افغان ولس سره د هند د بشري مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغان بندیانو د ستونزو د حل او د ویزو د مشکلاتو د حل په اړه خپله ژمنتیا وشوده.
دواړو لوریو د هوايي دهلیز د پیل هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې دېته به نوره پراختیا هم ورکړي او دواړه لوریو د سوداګرۍ په برخه کې د ګډې کمیټې په جوړولو هوکړه وکړه.
دغهراز د افغانستان او هند بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د سولې او ثبات او د متقابل باور د ودې پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.