
د متقي او جيشنکر ترمنځ غونډه؛ د اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوي
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل هندي سیال ایسجې شنکر سره نوېډیلي کې غونډه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو تر منځ په تګ راتګ او پر سیمهییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی.







