مالي خپلواکي چې د ژوند بنسټ‌ییزو اړتیاو لپاره مهم بلل کېږي، افغانستان کې ډېری ځوانانو ته پر یوې ننګونې بدله شوې. مالي خپلواکي هغه شرایط دي چې یو کس هغه ته د رسېدو لپاره، هر ډول چې نوموړی غواړي، په خپلواکه او ازاده توګه ځان ورورسوي او په خپله خوښه ژوند وکړي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې ۲۰ نجونو او هلکانو سره خبرې کړي چې ۱۷ یې هلکان او درې یې نجونې دي. د خبرو پرمهال ۱۷ ځوانانو ویلي چې مالي خپلوالي لري. د دوی په وینا، د مالي استقلالیت له امله د ژوند ډېرو برخو کې یې پرمختګ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې راپور کې مرکه شوي، وايي چې ژوند کې یې مالي خپلواکي له ډېر ارزښت برخمن دی او په وینا یې، د ژوند کیفیت او د دوی پر شخصیت جوړونې یې اغېز کړی دی.

یوه مرکه کوونکي رحمن چې د کابل اوسېدونکی دی، سلام‌وطندار ته وویل، مالي خپلواکي کولای شي د انسان یوه پرمختللي او غوره ژوند جوړولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل: «مالي خپلواکي کولای شي، انسان سره ډېرو برخو کې مرسته وکړي او ښه ژوند ولري. هغه کس چې مالي استقلالیت لري، ښه ژوند لري، ځکه استقلالیت د نورو مواردو ترڅنګ، یوه کس ته دا توان ورکوي چې هغه چېرته چې نوموړی غواړي، ځان ورسوي، رسولی یې شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی ابراهیم بیا وايي: «کس چې مالي خپلواکي لري، په خپله خوښه ژوند کوي او چا ته اړ نه‌دی او ژوند کې خپلو غوښتنو ته رسېږي. مالي استقلالیت لرل، کورنیو، ژوند او ټولنیزو اړیکو باندې اغېز لري.»

نجونو ته هم مالي خپلواکي ډېر ارزښت لري او دوی سره مرسته کوي، څو د اعتماد او اررزښت کچې لوړېدو ترڅنګ، د کورنیو مالي چارو ادارې برخه کې هم مرسته وکړي او د کورنۍ نورو غړیو ته تړاو پیدا نه‌کړي.

د کابل اوسېدونکې حسینا بیا وايي چې مالي خپلواکي لامل شوې چې دا د ژوند اړتیاوې په خپله پوره کړي او په وینا یې، نورو ته محتاجه نه‌شي. هغې وویل: «زه مالي خپلواکي لرم، ځکه دنده لرم او مالي خپلواکي ماسره مرسته کړې، ځکه زه توانېدلې یم، هغه څه ترلاسه کړم چې زه یې غواړم.»

د کابل اوسېدونکې لیلا وايي، کله یې چې مالي خپلواکي نه‌درلوده، هغه کارونه یې نشوای کولای چې مالي لګښت ته به یې اړتیا لرله او پرېکړو کې یې هم خپلواک نه‌وو، خو وروسته له دې چې مالي خپلواکي یې پیدا کړه، ژوند یې ښه شو.

لیلا وویل: «مالي خپلواکي ما سره مرسته وکړه چې ۴۰سلنه د خپلې خوښې ژوند ولرم او د کورنۍ ژوند کې مې هم مینه پیدا کړې.»

د کابل اوسېدونکي مبشر وویل: «کله مې چې مالي خپلواکي نه‌لرله، ستونزو کې وم او نمې شوای کولای چې یو څه وکړم یا ملګرو سره چېرته لاړ شم، اوس چې مالي خپلواکي لرم، کولای شم، هغه کارونه وکړم چې لېوالتیا ورسره لرم.»

یو‌شمېر هغه ځوانان چې مالي خپلواکي نه‌لري، وايي، ژوند ته یې هیلې کمزورې کړې دي.

د کابل اوسېدونکی شمس‌الدین نبي‌زاده وايي، مالي خپلواکي نه‌لرلو له امله کورنۍ ته اړ و او ډېری پرېکړو کې له ده، نظر نه‌‌اخیستل کېده. «یو منفي تاثیر یې دا دی چې نشم کولای، په ازاده توګه له ملګرو سره تفریحې وکړم، که مالي استقلالیت ولرم، کولای شم، کورس ته لاړ شم، د انسان شخصیت پورته کېږي او غواړم ولایتونو ته چکر لاړ شم، خو مالي خپلواکي نه‌لرم.»

مشعل احمدي هم له ورته وضعیت سره مخ دی. نوموړی وايي: «مالي خپلواکي نه‌لرم او د یوه کار لپاره باید له نورو پیسې واخلم، ډېری وخت چې له پلار مې پیسې اخلم، باید د هغه انتخاب په پام کې ونیسم او داسې چې زه څه غواړم، نشم کولای، هغه ولرم.»

بل‌خوا یو‌شمېر ټولن‌پوهان وايي چې مالي خپلواکي لامل کېږي چې ځوانان ښه پرمختګ ولري او ارامه ژوند جوړ کړي، خو نه‌لرل یې لامل کېږي چې ژوند کې په خپله خوښه پرېکړې ونه‌شي کړای، هغه څه چې د دوی پر ځان باور زیانمنوي.

ټولن‌پوه شفیق‌الله انصار وویل: «هغه ځوانان چې مالي خپلواکي لري، څه فردي یا کورني ژوند کې، هغوی پر ځان باور او ډېر باوري وي، هغو ځوانانو په پرتله چې مالي خپلواکي نه‌‌لري. مالي خپلواکي د ځوانان مالي مدیریت، مهارتونو او لارښوونو برخه کې مهم رول لري.»

انصار په وینا، مالي خپلواکي نه‌درلودل، لامل کېږي چې کس د یو لړ استرس او اضطرابونو سره مخ شي او پر ځان د باور کچه یې ټيټه شي. «ځینې ځوانان شته چې عواید لري، خو له پیسو د استفادې واک نه‌لري او پلارونه یې پرېکړې کوي او دا په یوه ډول کولی شي، د ځوانانو پر ذهن اغېز ولري او بالاخره هغه ازادي چې لري، ترې محرومېږي او کس غیرمتحرک او منفي‌ فکره راځي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ویل کېږي چې مالي خپلواکي د ځوانانو د شخصیت بشپړولو کې بنسټ‌ییز رول لري، هغه څه چې نشتون یې، ځوانان د ژوند بېلابېلو برخو کې د مهمو پرېکړو نیولو کې شاته کوي او ټولنه کې د یوه فعال شخص په توګه نه‌شي راڅرګندېدای.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام