د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه راپور کې ویلي، د ٢٠٢٣ کال له سپټمبر څخه د روان ٢٠٢٥ کال تر اپرېل پورې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۲.۴۳ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ګرځېدلي دي.
د دغه سازمان په وینا، دغه موده کې یې تر یو نیم میلیون ډېرو راستنېدونکو سره مرسته کړې.
د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی ویل شوي چې له نيمايي ډېر افغانان په جبري توګه اېستل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور کې راغلي چې د روانې اپرېل میاشتې له لومړۍ تر ١٣مې يې د جبري ستنېدونکو افغانانو لوړ شمېر ثبت کړی او نژدې ٦٠ زره کسان د تورخم او سپين بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د ٢٠٢٣ کال په وروستیو کې له ایرانه د ستنېدونکو افغانانو کچه لوړه وه او تر ٢٠٢٤ کاله يې دوام درلود.