سلام‌‌وطندار د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې له ۲۲ واده شویو مېرمنو او نارینه‌وو سره د دوی ګډ ژوند کې د کورنیو د مداخلې پایلو ارزونې په موخه د سروې لپاره مرکې کړې چې د یادې سروې پایلې ښيي، د ډېری دغو کسانو ګډ ژوند اغېزمن او د بېلوالي لامل هم شوی دی.

په دې سروې کې شپږ نارینه او ۱۶ ښځو د سروې پوښتنو ته ځواب ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ۲۲ ګډونوالو له ډلې، ۱۵ مېرمنو او خاوندانو یې ویلي، د کورنۍ له‌خوا د دوی ګډ ژوند کې لاسوهنه، لامل شوې چې د ښځې او خاوند ترمنځ اختلافات، تاوتریخوالی او حتا له یوه بل د جلاوالي لامل شوی دی.

دوی همداراز زیاته کړې چې کورنۍ یې، د کور کارونو، کوچنۍ او لویو پرېکړو کې، پوښاک، زده‌کړو، د ژوند کولو ځای ټاکلو او د ماشومانو روزنې څرنګوالي کې مداخله کوي.

د بلخ اوسېدونکې ساره وايي، هیله یې لرله چې له واده وروسته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، خو په وینا یې، له واده کولو وروسته یې، خسرګنۍ دا له ښوونځي راوګرځوله. د نوموړې په وینا، له واده یې، څو کاله تېرېږي او د دوی ګډ ژوند کې د کورنۍ مداخلې له امله یې، د دې او خواند ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي.

هغې وویل: «کله چې امېندواره وم، رحم یې راباندې ونکړ، د امیندوارۍ پرمهال یې، څو ځله ووهلم. هیله مې دا وه چې ډاکټره شم، خو اوس له هر څه پاتې یم.»

د کابل اوسېدونکې ۳۲کلنه ګیتي وايي، که څه هم ښه ژوند لري، خو د خاوند کورنۍ یې، د دې د پوښاک او ماشومانو روزنې څرنګوالي برخو کې لاس‌وهنه کوي. هغې وویل: «لاسوهنې دومره دي چې کوچنۍ خبرې هم زما خاوند ته رسوي؛ هغه هم چې تجربه یې، نه‌درلودله، کله به په قهر شو او ما به حوصله کوله، خو کله چې مور شوم، هر څه بدل شول.»

د اولادونو په ګډ ژوند کې د کورنیو لاسوهنې، نه‌یوازې دا چې د دوی ګډ ژوند کې د تاوتریخوالي او اختلافات رامنځته کېدو لامل کېږي، نارینه هم د پرېکړو نیونو برخه کې استقلالیت له لاسه ورکوي او ډېری وخت کورنۍ پورې تړلی وي.

سروې کې د شپږو نارینه‌وو له ډلې، درېوو یې ویلي، ګډ ژوند کې یې، د کورنۍ لاس‌وهنه لامل شوې چې کوچنیو او لویو پرېکړو کې د استقلالیت حس له لاسه ورکړي.

۳۲کلن حمیدجان وايي، که څه هم ۱۳ کاله یې، د واده کېږي، خو بیا هم د مېرمنې کورنۍ یې، ګډ ژوند کې ۶۰سلنه لاسوهنه کوي. «مسوولیتونه مې د خواښې او اوښي‌ګانو له‌خوا راته ټاکل کېدل؛ ګډ ژوند کې مې ۶۰سلنه د دوی مداخله کوي؛ د مېرمنې کورنۍ مې غواړي چې زه له خپلې کورنۍ لرې شم؛ خو زه نه‌غواړم، ځکه هغوی کمزورې دي.»

۳۰کلن نصرت‌الله چې درې کاله یې، د واده کېږي، وايي: «د مېرمنې کورنۍ له‌خوا مې مداخله کېږي؛ د محفل پرمهال یې، ویلي چې واده باید هوټل کې وي، لباس باید داسې وي، سره زر او نور وسایل باید قیمتي وي.»

د کابل اوسېدونکې فاطمه وايي چې ګډ ژوند کې د استقلالیت نه‌لرلو له امله له واده کولو پېښمانه ده. «د مشر زوی جامې به مې خواښې ورته ټاکلې، خو پیسې به یې، له ما اخیستې، ما تر څلورو کلونو هېڅ انتخاب نه‌‌درلود چې زوی ته مې څه ورواغوندم، ټول مې خواښې ورته ټاکل. فکر کوم مجردي ژوند ښه و.»

بل‌خوا سروې کې یو‌شمېر مېرمنو او خاوندانو ویلي چې د دوی ګډ ژوند کې د کورنۍ له‌خوا له کلونو مداخلې وروسته، دوی توانېدلي چې دې مداخلو ته د پای ټکی کېږدي او خپلواک ژوند ولري.

حسیبه او نوراحمد وايي، وروسته له هغې چې خپلواک شول، چا ته یې، اجازه نه‌ده ورکړې چې د دوی ګډ ژوند کې مداخله وکړي. حسیبې وویل: « وظیفه لرم؛ خو ټول مې خلاف دي؛ د خاوند خور مې ویل چې ته باید خپلو ماشومانو ته رسېدنه وکړم، تفرېح، پېر او نورو کارونو کې به مې لېور مداخله کوله.»

نورالله همداراز زیاتوي: «اوس هیچا ته اجازه نه ورکوم چې زما په ژوند کې مداخله وکړي. نه زما د کورنۍ او نه زما د میرمنې د کورنۍ لخوا زما ملاتړ شوی و؛ ما د پوهنتون څلور کاله د هغوی له هڅونې پرته بشپړ کړل.»

د ۲۲ مرکه شویو جوړو څخه، شپږو جوړو وویل چې د دوی کورنۍ د دوی په ګډ ژوند کې مداخله نه‌کوي. دغو جوړو ویلي، د ژوند کنټرول او د دوی په کورنیو کې د پوهاوي لوړه کچه د دې لامل شوې چې د ځوانانو په ګډ ژوند کې مداخله ونه‌کړي.

اسما چې څو کلونه یې د واده کېږي، وايي، د خاوند کورنۍ د غړیو سواد لامل شوی چې د دوی ګډ ژوند کې مداخله ونه‌کړي. «د خاوند کورنۍ مې هېڅ‌‌کله مداخله نه‌کوي؛ ځکه ټول لوستې دي او پوهېږي، که ګډ ژوند کې یې مداخله وکړو، حتمنا یوه ستونزه جوېږي.»

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عبدالغفار فاروق وايي، په ګډ ژوند کې هر ډول لاسوهنه جرم دی او دغه وزارت د کورنیوچارو د تنظیم برخه کې د اوسېدونکو شکایتونه څېړي. هغه زیاتوي: «د شریعت له مخې څوک د مداخلې حق نه‌لري او هر ډول لاسوهنه جرم دی. که دا د امربالمعروف وزارت پورې اړه ولري، له ثبت وروسته،تحلیل او څارل کېږي؛ که شکایت کوونکی قانع نهشي، موضوع به په رسمي ډول محکمې ته واستول شي.»

 یو‌شمېر ټولن‌پوهان وايي چې د کورنۍ له‌خوا ګډ ژوند کې مداخله کولای شي، د ښځې او خاوند ګډ ژوند پر کیفیت منفي اغېز وکړي. ټولن‌پوه امید افغان وویل: «د تاوتریخوالي زیاتوالی، فشار، د خپلواکۍ او ځان باور له لاسه ورکول، د واده اړیکو کمزوري کول، د مداخلې پایلې دي؛ د دې پایلو د مخنیوي لپاره، مېرمن او خاوند باید د سرحدونو په ټاکلو او په ګډ ژوند کې د خپلواک کېدو لپاره اقدام وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بې‌سوادي، پر کورنیو د ځوانانو تړاو، مالي خپلواکي نه‌لرل، د ګډ ژوند چارو مخته وړو برخه کې پر ځوانانو د کورنۍ نه‌ډاډ، د ځوانانو ګډ ژوند کې مداخلې ته زمینه برابرول؛ هغه دي چې د خاوند او مېرمنې اړیکې سړې کوي او کله ناکله هم له یوه بل د جلاکېدو لامل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام