د غزني د صنايعو او کانونو خونې نن د دغه ولايت د محلي مسوولانو او د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په حضور کې په رسمي توګه خپل فعاليت پيل وکړ.

د غزني د صنعت‌کارانو ټولنې رییس عبدالرحمن احمدي د صنعت او کانونو خونې د پرانېستې په مراسمو کې د صنعتي کارخونو د تولید لپاره د خامو موادو پر کمښت او په دغه ولایت کې د صنعتي‌پارک د نشتون له امله نیوکه وکړه او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه دې برخې ته جدي پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی د غزني صنعت د بازار خرابوالي په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې د لومړنیو موادو او صنعتي پارک د نشتون له امله لویې کارخونې له فعالیت څخه لوېدلي دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده هم پر هېوادوالو غږ وکړ چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او له محلي صنعت‌کارانو څخه ملاتړ وکړي.

په ورته مهال د غزني والي محمداسحاق اخند‌زاده په دې مراسمو کې له سوداګرو غوښتنه وکړه چې هېواد ته د بې‌کیفیته توکو له واردولو څخه دې ډډه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په غزني کې د صنایعو او کانونو خونه په داسې حال کې پرانیستل شوه چې د صنعتي پارک نشتون، د معیاري برښنا کموالی او د خامو موادو د واردولو په برخه کې ستونزې هغه څه دي چې د غزني  صنعت‌کاران یې د ځان پر وړاندې له جدي ننګونو بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام