Asset 1SWN

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۶ کسان مړه کړي

800-p758zuy0sqj7tj7voz7zb5fpbiaulph0cuw16kjfzg

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۵۶۶ شکمنې نمونې کتلي چې د ۷۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي. د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۶ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تازه پېښې په شپږو ولایتونو کې ثبت شوې دي. په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۱۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي. د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له پیل راهیسې ۴۲۸ زره او ۹۵۶ کسانو ټېسټونه کړي چې له ډلې یې ۶۳ زره او ۴۱۹ هغه پر دغه ویروس اخته شوي او ۲ زره او ۷۳۶ نور یې بیا بېرته ښه شوي دي.



په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۶۱ میلیونه او ۸۷۲ زره کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له ۳ میلیونه او ۳۶۰ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۱۳۹ میلیونه او ۷۰۶ زرو نه ډېر یې بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې دي. امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې ده. په امریکا کې تر ننه له ۵۹۸ زرو نه ډېر کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام