کلونه کېږي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض له هېواده د ښځو د کډه کېدو لامل شوي دي.
ښځو تل هڅه کړې چې د هوسا او له تبعیض پرته ژوند ته د رسېدو لپاره د منظمې او نامنظمې کډوالۍ لارې غوره کړي.
یلدا ۱۷ کاله عمر لري چې د مور او پلار له مړه کېدو وروسته د خپل تره په کور کې ژوند کوي.
هغه وايي، تره یې چې حریص او شتمني خوښوونکی دی، دا یې له یوه ۴۰ کلن سړي سره واده کولو ته اړ کړله.
یلدا وايي، له یوه داسې کس سره واده کول چې د هغې دوه برابره عمر لري، ډېر ورته ستونزمن دي.
هغه وايي، خپل سخت ژوند ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړي او خپلې فردي خپلواکۍ ته چې د تره په کور کې یې نه لري، ورسېږي.
کم عمر او د ګډ ژوند له پیلولو وېره لامل کېږي چې یلدا له هغو قاچاقیانو سره په نامنظمه کډوالۍ د ایران خوا ته روانه شي چې د ملګرو لهخوا یې ور پېژندل شوي دي.
که څه هم ایران ته د رسېدو پر لارې له یلدا سره نور ځوانان هم وو، خو دا چې هغې په یوازې توګه د دغه سفر موزې په پښو کړې وې، له ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده.
هغې د څو ورځو پرلهپسې پلي تګ نه نیولې تر لوږې او تندې پورې، دا هر څه یوازې د ارامه او په خپله خوښه ژوند کولو لپاره تېر کړي دي.
یلدا په ډېرو ستونزو ایران ته رسېږي او له لنډې مودې دمې وروسته ترکیې ته روانېږي، هغه ځای چې په باور یې بشپړ امنیت لري.
که څه هم د یلدا قسمت هغه ترکیې ته ورسوله، خو اوس د ژوند له لوړو او ژورو سره مبارزه کوي او یوازېتوب او بېکاري یې ځوروي او په خپل هېواد پسې خپه ده.
یلدا وايي، تل یې د خپلې فردي خپلواکۍ په اړه فکر کړی او د نامنظمې کډوالۍ له لوړو او ژورو د ډکو لارو له تېرولو وروسته د ترکیې خوندي پناهځایونو ته رسېدلې، خو څلور کاله کېږي چې په دغه هېواد کې په کار پیسې ګرځي.
د کډوالو د مالوماتي مرکز سلاکاره فرېحه جبارخېله د مېرمنو کډوالۍ په اړه سلاموطندار ته وايي، ناامني او بېکاري یوازیني لاملونه نه دي چې مېرمنې له هېواده بهر تلو ته اړ کوي، بلکې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، تبعیض او د هغوی په زوره ودول هم له هېواده د مېرمنو د کډه کېدو لاملونه دي.
په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار سید عبدالباسط انصاري سلاموطندار ته ویلي، دغه وزارت هڅه کوي، څو هغه افغانان چې د سیمې هېوادونو کې په بد وضعیت کې ژوند کوي، مدیریت کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، همدا اوس څه باندې ۶ سوه زره افغانان د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د کډوالو او بېرته راتسنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، شاوخوا ۲۵۰ زره افغانانو اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په موخه خپل هېواد پرېښی چې ځینې یې خپلې موخې ته رسېدلي او یو شمېر یې هم په ترکیې او یونان کې اوسېږي.
لوږه، تنده او له سپینږیري سره واده؛ د یلدا د ژوند کیسه
لوګر کې د مخابراتو شبکو ۱۵ نوي سايټونه پرانېستل شوي
د قومونو د وېش پر وړاندې غبرګونونه؛ هېوادوالو ته کار او امنيت لومړيتوب لري
روزګان کې د «اوومان» بوټي قاچاق؛ جوړېدونکي یوه کیلو درمل یې ۳۳۸ ډالره پلورل کېږي
د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قولاردو ګانو نومونه بدل کړل
هرات کې ښځو خپل لاسي صنایع او فرهنګي اثار نندارې ته کېښودل
کونړ کې د «کونړي پکولونو» تود بازار؛ خلک ورته د افغاني دود په سترګه ګوري
سیګار: روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی
لغمان کې هغه چارواکي نیول شوي چې الینګار ولسوالي یې طالبانو ته پريښې
کلونه کېږي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض له هېواده د ښځو د کډه کېدو لامل شوي دي.
ښځو تل هڅه کړې چې د هوسا او له تبعیض پرته ژوند ته د رسېدو لپاره د منظمې او نامنظمې کډوالۍ لارې غوره کړي.
یلدا ۱۷ کاله عمر لري چې د مور او پلار له مړه کېدو وروسته د خپل تره په کور کې ژوند کوي.
هغه وايي، تره یې چې حریص او شتمني خوښوونکی دی، دا یې له یوه ۴۰ کلن سړي سره واده کولو ته اړ کړله.
یلدا وايي، له یوه داسې کس سره واده کول چې د هغې دوه برابره عمر لري، ډېر ورته ستونزمن دي.
هغه وايي، خپل سخت ژوند ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړي او خپلې فردي خپلواکۍ ته چې د تره په کور کې یې نه لري، ورسېږي.
کم عمر او د ګډ ژوند له پیلولو وېره لامل کېږي چې یلدا له هغو قاچاقیانو سره په نامنظمه کډوالۍ د ایران خوا ته روانه شي چې د ملګرو لهخوا یې ور پېژندل شوي دي.
که څه هم ایران ته د رسېدو پر لارې له یلدا سره نور ځوانان هم وو، خو دا چې هغې په یوازې توګه د دغه سفر موزې په پښو کړې وې، له ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده.
هغې د څو ورځو پرلهپسې پلي تګ نه نیولې تر لوږې او تندې پورې، دا هر څه یوازې د ارامه او په خپله خوښه ژوند کولو لپاره تېر کړي دي.
یلدا په ډېرو ستونزو ایران ته رسېږي او له لنډې مودې دمې وروسته ترکیې ته روانېږي، هغه ځای چې په باور یې بشپړ امنیت لري.
که څه هم د یلدا قسمت هغه ترکیې ته ورسوله، خو اوس د ژوند له لوړو او ژورو سره مبارزه کوي او یوازېتوب او بېکاري یې ځوروي او په خپل هېواد پسې خپه ده.
یلدا وايي، تل یې د خپلې فردي خپلواکۍ په اړه فکر کړی او د نامنظمې کډوالۍ له لوړو او ژورو د ډکو لارو له تېرولو وروسته د ترکیې خوندي پناهځایونو ته رسېدلې، خو څلور کاله کېږي چې په دغه هېواد کې په کار پیسې ګرځي.
د کډوالو د مالوماتي مرکز سلاکاره فرېحه جبارخېله د مېرمنو کډوالۍ په اړه سلاموطندار ته وايي، ناامني او بېکاري یوازیني لاملونه نه دي چې مېرمنې له هېواده بهر تلو ته اړ کوي، بلکې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، تبعیض او د هغوی په زوره ودول هم له هېواده د مېرمنو د کډه کېدو لاملونه دي.
په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار سید عبدالباسط انصاري سلاموطندار ته ویلي، دغه وزارت هڅه کوي، څو هغه افغانان چې د سیمې هېوادونو کې په بد وضعیت کې ژوند کوي، مدیریت کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، همدا اوس څه باندې ۶ سوه زره افغانان د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د کډوالو او بېرته راتسنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، شاوخوا ۲۵۰ زره افغانانو اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په موخه خپل هېواد پرېښی چې ځینې یې خپلې موخې ته رسېدلي او یو شمېر یې هم په ترکیې او یونان کې اوسېږي.
کلیدواژهها: لوږه // تنده // سپینږیري // یلدا // ژوند کیسه
تحلیل و گزارش
زغم؛ د ژوند سختیو پرمهال د ځوانانو د مبارزې وسله
د پېژندپاڼو نهلرونکو ۲۰ مېرمنو سره د سلاموطندار مرکې!
روزګان کې د راستنو شویو ښارګوټي لپاره پروژې پيل شوې
پنجشیر کې ۳۶۵۷ قیراط زمرد په ۵۸زرو ډالرو پلورل شوي
هرات کې هره ورځ دوهنیم میلیونه هګۍ تولیدېږي
د مرخېړیو فارم؛ کابل کې یوې مېرمنې سلګونه مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې
د دفاع وزارت ویاند: جګړه کې تراوسه ۱۵۰ پاکستاني ځواکونه وژل شوي
حمدالله فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۱۱۰ ملکي افغانان شهیدان شوي
بحرین، اردُن او عراق څخه امریکايي کارکوونکو ته د وتلو امر شوی
یوناما: د پاکستان جګړه کې ۱۴۶ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې
د اسلامي امارت پاکستان جګړه؛ یوناما د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې
کندوز کې د جګړو له امله ۲۰۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي
معلوم منزل ته پر نا معلومو لارو د افغان کډوال هڅې
خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:
فیسبوک
توییتر
تلگرام