فاریاب کې یوشمېر هغه مېرمنې چې د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده او لاسي صنایع تولیدوي، خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له دوی څخه ځینې وايي له نورو ترلاسه شوې مرستې پلوري څو ژوند پرې مخ ته یوسي.
د میمنې ښار اوسېدونکې روقیه چې د خپلې کورنۍ سرپرسته هم ده سلام وطندار سره خبرو کې وايي، د خلکو کورونو کې د صفایۍ او نور بېلابېل کارونه کوي او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابروي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه چې په بنه واده شوې وايي، خاوند یې خپلې لومړۍ ښځې سره اوسیږي او دا په ډېرو ستونزو سره ژوند تېروي.
رُقیې سلاموطندار ته وویل: «د خلکو کورونو کې د هغوی جامې وینځم، د کورونو صفايي یې کوم. بیا هغوی خپلې زړې جامې راکوي، که چېرې زما د ماشومانو په ځانونو کې راشي، هغوی ته یې اغوندم، خو که لویې یا کوچنۍ وي، بیا یې ښار کې خرڅوم. په لس او شلو افغانیو یې پلورم. بس ژوند دی نو په ګدايۍ تیریږي. خوشاله وم چې مشر زوی ته مې واده وکړ، خو هغه هم رانه بېل شو او زه یې له کوچنیو اولادونو سره یوازې پرېښودم. داسې زوی به څوک څه کړي.»
د مېرمن رُقیې په وینا، تر ډېره د ګاونډیانو په مرسته ګوزاره کوي او خپل ژوند مخ ته وړي.
د میمنې ښار بله اوسېدونکې زینب چې په لاس ګڼدل شوې توکي ښار کې پلوري وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې پېرېدونکي کم شوي او په سختۍ د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ برابروي. هغې وویل، له دې لارې د ورځې یوازې له ۳۰ تر ۴۰ افغانۍ ګټه کوي. زینب سلام وطندار ته وویل: «خپله هم په لاس بېلابېل توکي ګنډم، خو زیاتره دغه لاسي صنایع له مزار راوړو او دلته یې میمنې ښار کې پلورو. خو تېرو کلونو کې مو پلور زیات وو او ژوند مو هم ورسره ښه وو، خو اوس خلک دغه توکي دومره نه پېري. په ټوله کې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی. خلک زیات د ماشومانو جامې او نور توکي اخلي. ټوله ورځ کې ۳۰ ـ ۴ـ افغانۍ ګټه کوو.»
په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت، د بهرنیو هیوادونو د مرستو د کمیدو او پر ښځو د وضع شویو محدودویتونو له کبله د هغو میرمنو ژوند لا پسې سخت شوي چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده. دغه مېرمنې غوښتنه کوي چې حکومتي مسوولان دې فاریاب ولایت کې د بې سرپرسته ښځو لپاره د کار کولو زمینه برابره او د کاروبار یو ځانګړی ځای مشخص کړي.
ورته وخت کې فاریاب ولایت کې د اقتصادي او ټولنيزو چارو کارپوهه نرګس روفي، د دغو لاسي صنایعو تولیدونکو او بېسرپرسته مېرمنو چې دامهال کوچني او لوی کاروبارونه لري، پر ملاتړ ټینګار کوي. هغه وايي، د دغو مېرمنو فعالیت نه یوازې د کورنۍ په مالي ملاتړ کې، بلکې د ټولنې په کچه هم اغېزناکه تمامیږي.
دې سره، د فارياب د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر قاري نقيبالله حنفي وايي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت د هېواد په سطحه د بېسرپرسته او لاسي صنایعو تولیدوونکو ښځو ملاتړ ته ژمن دی.
هغه سلاموطندار ته وویل چې دامهال دغه ولايت کې ۱۰۰۰ مسلکي ښځې په کار بوختې دي چې هر یوه یې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي. ښاغلي حنفي سلام وطندار ته په خپلو خبرو کې وویل: «مونږ د اکټیډ دفتر په همکارۍ میمنې ښار کې د دغو ښځو لپاره یو مارکیټ جوړ کړی او هغه مېرمنې چې ښار کې د پلور لپاره مناسب ځای نه لري، په دغه مارکیټ کې کار کوي. په دغه مارکېټ سره به تر ډېره د هغوی ستونزې حل شي. له ۳۰۰ څخه د زیاتو ښځو مالي ملاتړ لپاره ۶۰ ښوونیز ورکشاپونه په پام کې نیول شوي او دغه مېرمنې زدهکړې کوي.»
د فاریاب میمنې ښار کې ګڼ شمېر نورې بېسرپرسته او د لاسي صنایعو تولیدونکې مېرمنې هم شته چې ورته ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، تراوسه ورسره د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
په افغانستان کي د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی یا اوچا په افغانستان کې روان حالت د اندېښنې وړ یادوي او زیاتوي چې د بې کارۍ ترڅنګ له شل میلیونه ډیر افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې افغانستان کې دمګړی ۲۸ اعشاریه درې میلیونه خلک ژوند ژغورونکو بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې شپږ میلیونه هغه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.