طالبانو ۸ ورځې وړاندې د هلمند لښکرګاه ښار ته نږدې بریدونه پیل کړل او یو شمېر سیمې او امنیتي پوستې یې ونیولې. ځايي چارواکي وايي، د جګړې شدت نسبت تېرو ورځو ته ورو شوی او امنیتي ځواکونو نادعلي، ناوې، مارجې او د هلمند ـ کندهار پر لویهلار کې پرمختګ کړی چې تازه یې ۵ امنیتي پوستې نیولې دي.
د هلمند والي محمد یاسین وايي، د لاسه وتلو سیمو بېرته نیولو لپاره اوس هم ځمکني او هوايي عملیات روان دي چې له پیل نه تراوسه دغو هوايي بریدونو او مخامخ جګړو کې ۳۰۰ طالبان وژل شوي او لسګونه نور يې ټپیان دي.
نوموړي وویل، روانه جګړه کې د طالبانو ترڅنګ ګڼ شمېر بهرني جنګیالي هم افغان ځواکونو سره جنګېږي.
د د هلمند د والي په وینا، د هلمند ـ کندهار عمومي لار چې د جګړو له کبله تړل شوې، د بېرته پرانیستو په موخه یې افغان ځواکونه چمتو دي او ډېر ژر به دغه لار پرانیستل شي.
که څه هم چارواکي جګړه کې د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې ټولیزې شمېرې نه مشخصوي خو وايي، تېره یوه شپه او ورځ کې ۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
په وخت کې د هلمند ګڼو سیمو کي د جګړو له کبله تر اوسه ۷۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي چې دا مهال ګڼو ستونزو سره مخ دي او د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د هلمند د کډوالو چارو ریيس محمد رامین وايي، تر دا مهاله ۲۵۶ کورنیو ته مرستې رسېدلې.
پر همدې مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جېلاني هلمند ته د سفر پرمهال د جګړو له کبله بېځایه شويو کورنیو سره د ۲۰ میلیون افغانیو مرستې اعلان وکړ.
خو څرګنده يې نه کړه چې دغه مرستې به د کوم پروسیجر پربنس بېځایه شویو ته ورکول کېږي.
دې سره ځینو راپورونو کې د هلمند د کلیو او پراختیا ریاست په خبره ویل شوي چې د بېځایه شويو کورنیو لپاره لنډمهالي پناهځایونه جوړوي.
د هلمند چارواکيو تر دې وړاندې ویلي و چې روانه جګړه کې ۷ ملکي وګړي هم وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.