کونړ کې یو شمېر روغتیاپالان وايي، په بدن کې د کلسيم کموالی د هډوکو کمزوري، د غاښونو خرابوالی او د نورو روغتيايي ستونزو لامل ګرځي، ددوی په خبره په ځانګړې ډول د ښځو لپاره جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کولای شي.

یاد ولایت کې د اورتپېدي متخصص ډاکټر سميع اللّٰه په دې اړه وویل،  چې د کلسيم کمبود هډوکي کمزورې کوي چې د مخنیوي لپاره يې صحي غذا، لمر ته کېناسته او تمرین کول مهم دي.

هغه زیاتوي: «د کلسيم کمبود پايلې ډيرې خطرناکي دي.منظم غذايي رژيم، لکه شيدي، پنير، ماسته، پالک او سبزيجاتو  څخه ډير استفاده کول او وچو ميو څخه استفاده کول، لکه چارمغز،‌ بادام او انځر…. او د دې ترڅنګ چې ښه ميتود هغه لمر ته کيناستل خصوصاً‌ د سهار په وخت کې او يا کله چې ماسپښين لمر پريوځي په دغه وخت کې يو څو دقيقو لپاره شخص بايد لمر ته کيني ترڅو د لمر څخه ويټامين ډي واخلي.»

همداشان ښځینه ډاکټره عاطفه صافۍ وايي، ښځې د نورو په پرتله ډېر کله د کلسیم کمښت سره مخ کیږي، هغې په ځانګړې ډول په ښځو کې د کلسیم کمښت او اغېزو په اړه وویل:

«د کلسيم کموالي د ښځو پر روغتيا په بيلابيلو دورو کې مثلآ حیض پر مهال، د وینې تکراري ضایع کېدو او هورموني بدلونونو له امله د کلسیم اړتیا زیاته وي.د امیندوارۍ پر مهال، جنین د هډوکو او غاښونو جوړېدو لپاره کلسیم ته اړتیا لري.د شیدو ورکولو پر مهال، په شیدو کې کلسیم د ماشوم د ودې لپاره اړین دی.

د ۴۰ کلنۍ وروسته، په ځانګړې توګه د حیض له بندېدو (مینوپاز) وروسته، د ښځو د بدن د استروجن هورمون کچه په شدیده توګه کمه شي. د همدې لامل له کبله د کلسیم جذب کمېږي او هډوکي نری کېږي. له همدې امله ښځې د هډوکو د ماتېدنې، ملا درد، او له خطر سره ډېر مخ کېږي.»

یوه میرمن چی نفیسه نومېږي وايي، پنځه کاله کېږي د کلسیم کمبود لري. ډاکټرانو ورته د درملو او روغتیايي خوړو سپارښتنه کړې خو د هغې په خبره، د روغتیاپالانو مشوره ورته داهم ده چې د کلسیم کمښت له امله د ماشوم زېږون ترمنځ هم وقفه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«باور وکړي، زه خپله ډيره ستړې او ناراحته يمه، هډوکي مې درد کوي، ويښتان مې هره ورځ تويږي او ډاکټران راته توصیه کوي چې دغه دواه ګانې وخورئ، په دې خاطر چې موږ زر ښه شو، او زموږ دغه د بدن کمبود ښه شي او برابر شي نو بايد په ماشوم راوړلو کې وقفه وکړو، ترڅو مو بدن ښه او کلسيم مو برابر شي»

شګوفه، کونړ ولایت بله اوسېدونکې ده، وايي چې درې کاله کېږي د کلسيم او ویټامين ډي له کموالي سره مخ ده، د عضلو درد، ستړیا او د وېښتانو تویېدلو يې ژوند ورته سخت کړی.

هغه په دې اړه وايي: « د ناروغۍ نښې مې د عضلو درد، ستړیا، د پوستکي وچوالی او د وېښتانو تویېدل دي. د درملنې لپاره ډاکتر راته سپارښتنه وکړه چې درمل په منظم ډول وکاروم او د لمر له طبیعي ګټو نه هم استفاده وکړم.دا ناروغي مې د دویم ماشوم له زېږېدو وروسته پیدا شوه او پر ژوند مې یې اغېز کړی دی. کله ناکله داسې ستړې کېږم چې د کور کارونه نه شم ترسره کولای.»

همدارنګه ګل بشره چې د دریو ماشومانو مور ده وايي، له دویم ماشوم وروسته یې د کلسيم کچه راټیټه شوې، چې ډېری وختونه د ستړیا احساس کوي او ځینو روغتیايي ستونزو سره مخ ده.

«ویښتان مې تویېږي او کله کله ماتیږي، تل ځان ستړې احساسوم، نوکان مې هم کمزوري شوي دي.ډاکتر راته سپارښتنه کړې چې د کلسیم لرونکي درمل او غذايي مواد وکاروم، لکه شیدې، مستې او شنې سبزيجات، همدارنګه د لمر وړانګو ته ودریږم او د بدن د پیاوړتیا لپاره لږ تر لږ قدم ووهم»

باید وویل شي چې د ښځو په بدن کې د کلسيم کموالی یواځې د هډوکو او غاښونو ستونزه نه ده، بلکې دا د ټول بدن پر روغتیا ژوره اغېزه لري. د دې جدي ستونزې د مخنیوي لپاره، سالم غذایي رژیم، منظم فزیکي فعالیت او د ډاکټر په مشوره د کلسيم درمل کارول غوره لارې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام