د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د «کډوالو نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې وویل چې خلکو ته د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د چاپ برخه کې له محدودیت سره مخ دي.
د نوموړي په وینا، د نړیوالې ټولنې له لوري پر ا.ا لګېدلي محدودیتونه لامل شوي چې افغانانو ته د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د چاپولو اجازه ونه لري.
هغه که څه هم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې ځینې هېوادونه هڅه کوي، څو د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
حنفي له یادو هېوادونو غواړي چې افغانستان کې د سترو پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او په خبره یې، تمه لري چې د ټاپي او کاسا۱۰۰۰ پروژو پر وړاندې له بهره خنډونه جوړ نه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې اوس په ټول هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر درېدلی او له کبله یې د افغانانو شکایتونه راپورته او حکومت یې له نیوکو سره مخ شوی دی.