پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ترهګرو ډلو ځالې له لسیزو راهیسې پاکستان کې دي.
د پاکستان لومړي وزیر پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي و چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او دغه هېواد یې په مرکز بدل شوی دی.
حامد کرزی نن شنبه د تلې دویمه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دي او ترهګر د پاکستان تر مستقیم ملاتړ لاندې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.
نوموړي همداراز د پاکستان د لومړي وزیر دغه څرګندونې ناسمې او له حقیقت لرې ګڼلې دي.
پخواني ولسمشر پاکستان ته توصیې کړې چې د افغانستان پر وړاندې له ناسمو تبلیغاتو ډډه وکړي او د یوه ښه ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره کوښښ وکړي.