د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش په افغانستان کې وروستۍ چاودنې غندلي دي. هغه نن په ټویټر کې لیکلي چې دغو بریدونو د شیعه‌ګانو په ګډون د ګڼ شمېر ملکیانو او ماشومانو ژوند واخیست.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې پر ملکي وګړو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون  له مخې په کلکه منعه دي. هغه ټینګار کړی چې «ملکي وګړي هدف نه دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ګوټرېش پر ټولو خواوو غږ کړی چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي او د قومي او مذهبي لږکیو د خوندیتوب او همداراز په ازاده توګه د هغوی د مذهبي مراسمو د ترسره کېدو په اړه  دې سازمان ته ډاډ ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د مزارشریف ښار د پنځمې او لسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې درې پرله‌پسې چاودنې وشوې. همداراز په همدې ورځ د کابل ښار په ټرافیک څلور لاري کې هم په یوه جوما کې چاودنه وشوه. په دغو چاودنو کې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دغو بریدونو په غبرګون کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې اسلامي امارت باید د خلکو امنیت تامین کړي. نوموړې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دغه بریدونه یوازې بې‌ګناه افغانانو ته چې په کافي اندازه یې درد او غم لیدلي، له ویجاړۍ پرته نور څه نه لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې هېواد یې کابل او مزارشریف کې چاودنې په کلکو ټکو غندي. نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه تاوتریخوالي هېڅ موخې نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام