د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ پرمهال به د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.
د مالیې وزارت نن سهشنبه، کب ۲۸مه، پر خپله اېکسپاڼه د معاشونو د نورم بدلون په اړه خپاره شوي، لېسټونه او په دې تړاو اوازې ناسمې بللې دي.
وزارت لیکلي: «د تېرو څو ورځو راهيسي په رسنيو او ټولنیزو پاڼو کي، چي د امارتي ادارو د معاشونو د نورم د تغير په تړاو کوم لیستونه او اوازې خپرېږي، په مطلق ډول ناسم دي.»
په ورته مهال مالیې وزارت ډاډ ورکړی چې د دولتي کارکوونکو معاشونه به د همدې روانې اوونۍ په ترڅ کې ورکړل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نن د کب ۲۸مه ده او نوي مالي کال ته یوازې دوه ورځې پاتې دي، خو دولتي کارکوونکو د روان کال د سلواغې او کب میاشتو معاشونه نهدي اخیستي.
د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړې برخه کې ځنډ د ډېری کارکوونکو د اندېښنې لامل شوي دي. له دې وړاندې د دولتي کارکوونکو د مرغومې «جدي» میاشتې معاشونه هم په ځنډ ورکړل شوي وو.


