د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو ځواکونو حضور نوې خبره نه ده بلکې له دې وړاندې هم په دې اړه راپورونه خپاره شوي؛ خو اوس د فارياب ولايت مسوولان وايي چې بهرنيان طالبانو ته د بېپيلوټه الوتکو د کارونې زدهکړې ورکوي.
د فارياب والي نقیبالله فایق وايي، طالبانو خواجهسبزپوش ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال د بېپيلوټه الوتکو په مرسته د امنيتي ځواکونو ځايونه تشخيصوي. د فایق په وینا، بهرني اتباع طالبانو ته د داعشيانو انګېزې سره د بېپيلوټه الوتکو د کارونې زدهکړې ورکوي.
د طالبانو يو پخوانی قومندان سیدعزتالله سلاموطندار ته وايي، په هغه موده کې چې نوموړي فارياب ولايت کې د طالبانو د قومندان په توګه فعاليت کاوه، د طالبانو په ليکو کې د ايران، سوريې، اوزبکستان او پاکستاني طالبانو د حضور شاهد و.
د عزت الله په وينا، په فارياب ولايت کې د جګړو رهبري د بهرنيانو په لاس کې ده او د طالبانو ټول تحرکات هم کوي.
طالبانو تر اوسه پورې په خپلو ليکو کې د بهرنيانو د حضور او د بېپيلوټه الوتکو د کارولو د زدهکړو په اړه څه نه دي ويلي.