ځايي مسوولان وايي، د لښکرګاه ښار په یوه خصوصي صنعتي پارک کې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت یوه نوې او د عصري تجهیزاتو لرونکې د اوړو فابریکه پرانیستل شوې چې رغنیزې چارې یې د شپږ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د اوړو د دغې فابریکې مسوول خالق داد شاهي وایي، د دغې فابریکې له جوړولو یې موخه د وارداتو کمول، د کورنیو تولیداتو پراخوالی او د کاري فرصتونو برابرول دي.
نوموړی زیاتوي چې دغه کارخونه ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۰ ټنه تولید لري.
ده وویل: «په مستقیم ډول مو ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او په غیر مستقیم ډول ۱۰۰ نور کسان هم له دې پروژې ګټه اخلي.»
د فابریکې کارکوونکي هم خوښ دي چې د کار کولو فرصتونه ورته برابر شوي دي.
محمد امین او شریف الله چې دواړه د اوړو په یاده فابریکه کې کار کوي وايي:
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«موږ ډېر خوښ یو چې په خپل وطن او خپل ولایت کې د کار زمینه مو پیدا کړې، خو خواشیني یو چې لا هم ډېر ځوانان له غیرقانوني لارو نورو هېوادونو ته ځي. موږ له پانګوالو هیله کوو چې د دې ډول پروژو ملاتړ وکړي، څو نورو ته هم کار پیدا شي.»
«که دا فابریکه نه وی، زه به اړ شوی وم چې نورو هېوادونو ته د کار لپاره سفر وکړم. ټول سوداګر باید په داسې فابریکو پانګونه وکړي.»
د هلمند د سوداګرۍ خونې مشر رحمت الله نظری وايي، دا پروژه د اقتصادي ودې، کاري پراختیا او د وارداتو د کمښت له پاره یوه مهمه لاستهراوړنه ده.
نوموړی زیاتوي: «په هلمند کې دامهال تر ۱۵۰ ډېرې فابریکې فعالیت کوي چې ډېری یې د متوسطې او لویې کچې دي. په ځینو فابریکو کې د ورځې له سلو تر یو سل او پنځوسو کسان کار کوي. دا د هلمندي بزګرانو لپاره هم یو مثبت تحول دی، ځکه له دې سره به د هغوی تولیدات هم ښه بازار ومومي.»
د اوړو نوې فابریکه یوازې د هلمند اقتصادي بڼه نه بدلوي، بلکې د ځوانانو د بیکارۍ کچې کمولو، د کورنیو تولیداتو د ودې او د بهرنیو وارداتو د محدودولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.