د زابل ځايي مسولان وايي، یوشمېر ولسواليو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي، تراوسه یې د شلو کسانو ژوند اخیستی دی.
د زابل د عامې روغتيا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي سلاموطندار ته وویل، دغه تلفات بېلابېلو ولسواليو کې اوښتي، خو يوازې د دایچوپان ولسوالي د «دوزي» سیمې «صادق» کلي کې د مولوي شفیق په نامه د یوه دیني عالم د کورنۍ ۷ غړي سېلاب وړي، چې د دریو تنو جسدونه يې موندل شوي او څلور نور يې لا هم نادرکه دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورښتونو او سېلابونو د زابل ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې او د کروندګرو حاصلات هم له منځه وړي، د خلکو کورونه یې نړولي او زیات شمېر لمریزې هندارې یې هم ماتې کړې دي.
بلخوا د زابل سرپرست والي سلیمانآغا بهیر د دې ولایت ټولو ولسوالانو ته لارښوونه کړې چې د اختر په مناسبت دې رخصتي نهکوي، په خپلو کار ځایونو کې دې پاتې شي او د رامنځته شویو زیانونو سنجش دې وکړي، ترڅو له زیانمنو شویو خلکو سره بیړنۍ مرستې وشي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د زابل ځايي چارواکي وايي، ښايي ولسواليو کې د سېلابونو او ورښتونو له کبله د رامنځته شوې مرګژوبلې کچه نور هم لوړه شي، ځکه چې له ځينو لرې پرتو سيمو سره ټلیفوني اړیکې پرې شوي او وروستي جزییات یې نه دي ورکړل شوي.