د جوزجان محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوه «کوماز» موټر د چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

دغه پېښه پرون بېګاه شاوخوا ۱۱ بجې د دغه ولایت د قو‌ش‌تپې ولسوالي په «ترکمن‌قدوق» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال په قوش‌تپې ولسوالي کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته بیا وايي چې په دغه پېښه کې ۸ کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست سرپرست عبدالغني صمیم وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یاد کسان له قو‌ش‌تپې ولسوالي څخه د شبرغان ښار پر لوري روان وو.

د عامې روغتیا ریاست سرپرست زیاتوي چې د پېښې ټپیان او مړي یې ولایتي روغتون ته لږېدولي دي. د هغه په وینا، د یو‌شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د وروستیو میاشتو پرمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې له امله یې یو‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام