سلاموطندار د لاسيتوکو له ۲۱ ښځینه پلورونکو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د تېرو څه باندې دوو کلونو پر مهال کابل ښار کې د یادو مېرمنو شمېر زیات شوی دی.
هغه ۲۱ مېرمنې چې په دې راپور کې ورسره مرکې شوي د کابل په بېلابېلو سیمو کې د سړک پر غاړه تر ډېره خوراکي توکي پلوري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادو مېرمنو له ډلې لسو یې د مرکو پر مهال سلاموطندار ته ویلي، د تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې یې د کورنۍ کمزوري اقتصاد اړ کړي چې د سړک پر غاړه د توکو پلور ته مخه کړي.
شازیه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د کابل پر سړکونو د څښاک اوبه پلوري، سلاموطندار ته ویلي، د خاوند معاش یې د کورنۍ اړتیاوې نهشي پوره کولای او له کبله یې دا اړ شوې، څو د کورنۍ اړتیا برابرولو برخه کې له خپل خاوند سره مرسته وکړي.
هغې وویل: «سرپرست لرم، مارکېټ کې کار کوي، د ورځې ۱۰۰ افغانۍ ګټي، دا پيسې زموږ هېڅ هم نهکېږي. زه اړ شوم چې خپله د باندې ووځم. درې ماشومان مې ناروغ دي، حکومت موږ سره هېڅ نهدي کړي، موږ سره مرسته نهده کړې، که مې ونیسي، وړي مو او بایومټریک کوي مو.»
شهناز چې په خپله لاسي ګاډۍ کې پیاز او کچالو پلوري، وايي، دوه کاله کېږي چې د خپلې نهه کسیزې کورنۍ اړتیاوو برابرولو لپاره یې د سړک پر سر د توکو پلور ته مخه کړې. «یو زوی لرم، کوچنی دی، منډوي کې پلاسټیکونه پلوري چې ډېرې پیدا کړي، ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ پیدا کوي. له ۱۵۰ تر ۳۰۰ افغانۍ چې زه خپله پیدا کوم، د نهه کسیزې کورنۍ لپاره دي.»
په ورته مهال دوو نورو مېرمنو بیا دې مرکه کې سلاموطندار ته ویلي چې رسمي دندې یې لرلې، خو د اوسني حکومت لهخوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له امله اړ شوي چې د لاسي توکو پلور ته مخه کړي.
۴۰کلنه سیما او ۶۷کلنه شیرین چې دوه کاله وړاندې یې د مخکیني حکومت پر مهال په یوې دولتي اداره کې کار کاوه، وايي چې له کاره تر ګوښهکېدو وروسته اوس د خپلو کورنیو اړتیا برابرولو لپاره اړ دي چې د سړک پر سر درنو کارونو ته مخه کړي.
سیما وویل: «یو کال کېږي چې کاغذي دستمال پلورم. پخوا مې کلنیک کې اشپزي کوله. اوس کار نشته، چېرته څوک په کار نه نیسي، د همدې لپاره کاغذي دستمال پلورم، اخلم یې او پر سړک ګرځم او خرڅوم یې. د ورځې له ۵۰ تر ۸۰ افغانۍ کېږي، څوک نهلرم، خاوند مې مړ شوی.»
شیرین هم چې لاسي ګاډۍ لري، د سړک پر غاړه اوبه او نور توکي پلوري. «اوس دا ګاډۍ لرم چې همدا بېسکوېټ، اوبه دي او نور څه نشته. پخوا مې د امنیت روغتون کې دنده لرله او کار مې کاوه.»
په ورته مهال یوشمېر مرکه شویو مېرمنو د مرکو په ترڅ کې سلاموطندار ته ویلي چې د ا.ا ځواکونه د دوی د کار پر وړاندې خنډ جوړوي او په وینا یې، ترې غواړي چې سړک ته دې نهراوځي.
شیما چې د کابل پر یوه سړک لاسي توکي پلوري، سلاموطندار ته ویلي: «نن شپه مو په والله یوازې چای څښلی، د یوې کیلو غوښې توان نهلرم. یوه ورځ امارت راته وویل چې دلته مه راځه، ما ورته وویل چې دلته رانهشم، څه وخورم؟ ما څوک له دې ځایه نهشي منع کولای، دې کونج کې ناسته یم او چا ته مې ضرر نهرسېږي.»
ثریا وویل: «ښه دی د پنځو ډوډۍ پیسې پیدا کېږي. تراوسه مې له دولت هېڅ مرسته نهده لیدلې، څه وکړم؟ په سپین سترګۍ کار کوم، وايي لاسي ګاډۍ ټولوي.»
په دې راپور کې د مرکو شویو مېرمنو له ډلې یې لس ښځې ګونډې دي او یوولس یې سرپرست لري، خو ناوړه اقتصادي وضعیت لامل شوی چې دوی د سړک پر غاړه د لاسي توکو پلور ته مخه کړي.
په همدې حال کې د کابل اوسېدونکي هم وايي، د تېرو دوو کلونو پر مهال د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د یادو مېرمنو شمېر زیات شوی دی. د کابل اوسېدونکي مصطفی وویل: «د ا.ا په راتلو سره د سړک پر غاړه د لاسي توکو د پلورونکو مېرمنو شمېر زیات شوی. زه خپله غرفه لرم، وینو چې دوه- درې تر لسو مېرمنو د مکرورریانو، شهرنو او وزیراکبرخان سیمو کې ګاډۍ چلوي، لامل یې دا نهدی چې کار نشته، پخوا کار و.»
د کابل یوه بل اوسېدونکي احمدنوید وویل: «جمهوریت کې د لاسي توکو پلورونکې ښځې نهوې، یوازې سوالګرې وې او اوس ښځې زیاتې شوي او لامل یې فقر دی. څوک له خوشحالي کار نهکوي، خو اوس ا.ا ټول کړي. دولت باید دې ښځو سره همکاري وکړي، څو له دغه وضعیت ووځي.»
بلخوا د ښځو حقونو فعالانې بیا د مېرمنو لپاره د کاري زمینې نشتون د کورنیو ترمنځ د بېوزلي ډېرېدو لامل بولي او وايي، یوشمېر مېرمنې په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د ښځو کار مخنیوي له امله اغېزمنې شوې دي.
د ښځو حقونو فعاله حمیرا فرهنګیار وویل: «ښځې په لومړي ځل هېواد کې دا وضعیت تجربه کوي او دا د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله دی. هغه څه چې دوی پلوري، په سمه توګه ترې عاید هم نه ترلاسه کوي او حتا دغه ښځې د پلور لپاره مناسب ځای هم نهلري او دا لامل کېږي چې دوی وځورول شي.»
په ورته مهال یوشمېر نورې فعالانې بیا د سړک پر غاړه د ښځو له لوري د توکو پلور د مدني اصولو خلاف کړنه بولي او په وینا یې، دغه چاره لامل کېږي چې کورنۍ او ماشومان اغېزمن کړي.
مدني فعالې ذکیې مسلم وویل: «د مدني حقوقو له پلوه کله چې یوه ښځه درنو کارونو ته مخه کړي، نه یوازې خپل، بلکې کورنۍ هم تر اغېز لاندې راولي. هغه ښځې چې زدهکړې کړې وې او ښوونکې وې، د مجبوریت له امله یې دې کار ته مخه کړې او د مدني قانون له پلوه ښځې باید دا کارونه ونهکړي، ځکه دوی له ډېر درناوي برخمنې دي.»
دغه مېرمنې همداراز وايي چې تراوسه یې د هېچا له لوري مرسته نهده ترلاسه کړې، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي، دغه وزارت د اړمنو ښځو لپاره د ملاتړ پروګرامونه لري.
د یاد وزارت ویاند سمېعالله ابراهیمي وویل: «ا.ا د یوه مسوول په توګه هغو ښځو سره مرسته کوي چې سرپرست ونهلري او د سړکو تر غاړې توکي پلوري یا خاوند او لادونه یې روږدي، دوی ټولوي درملنه یې کوي او مرسته ورسره کوي.»
هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته نه یوازې په کابل په نورو ولایتونو کې هم د بېلابېلو لاملونو ترڅنګ د بېوزلي، د ښځو کار مخنیوي او د کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت له امله مېرمنې د سړک پر سر کار کولو ته اړ کړې دي.