د کابل په لوېدیځه سیمه کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي ته څېرمه په یوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ زدهکوونکي وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه چاودنې دې چې نن سهار د یاد ښوونځي مخې ته شوي، ځانمرګي بریدونه وو. سرچینه زیاتوي، چاودنې هغه مهال شوي چې زدهکوونکي له ښوونځي څخه د راوتو په حال کې وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نن سهار د کابل لوېدیځه سیمه کې درې پرلهپسې چاودنې وشوې چې دوه یې د عبدالرحیم شهید ښوونځي مخې ته او درېیمه یې د «ممتاز» په نوم ښوونیز مرکز ته څېرمه شوې ده.
محلي سرچینو په یادو چاودنو کې د څه باندې پنځو کسانو د وژنې او له ۱۰ ډېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلاموطندار ته وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه د چاودنې سیمې ته رسېدلې او د برید په اړه یې څېړنې پیل کړي دي. د ایمرجنسي روغتون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د پېښې له ځای څخه ورته اووه ټپیان وروړل شوي دي.
تراوسه د دغو چاودنو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
بلخوا ویل کېږي چې د اسلامي امارت ځواکونو د دغې چاودنې د پوښښ لپاره خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې او ځينې خبریالان یې وهلي ټکولي او بندیان کړي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د کابل په لوېدیځ کې ښوونیز مرکزونه د ځانمرګو بریدونو موخې ګرځېدلي چې له امله یې ګڼشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په وروستي ځل په دغه سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي د ځانمرګي برید له کبله څه باندې ۶۰ کسان وژل شوي وو.