د مسلې بیان
په یوې ټولنه کې د ځوانانو ترمنځ د زدهکړو او ښوونې کچه د هماغې ټولنې د پرمختیا او بیاجوړونې بهیر سره مستقیمه اړیکه لري. په یوې ټولنه کې د زدهکړو کچې او د لوستو ځوانانو شمېر، د یوې پرمختللې ټولنې ښکارندوینه کوي، د همدې لپاره دغه سروې له زدهکړو د پاتې ځوانانو د کچې او افغان ټولنه کې یې د پایلو پر ارزونې راڅرخي. سروې کې هغه ځوانان چې زدهکړې یې کړي او د زدهکړو اغېزمنتیا کچې اړوند چارې یې ارزولي او همداراز له زدهکړو پاتې او یا نیمه کې د زدهکړو پرېښودو له امله یې د ځوانانو وضعیت ته هم کتنه کړې.په دې سروې کې هڅه کېږي چې افغانستان کې له زدهکړو پاتې ځوانانو پر ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي اغېزو بحث وشي او همداراز د زدهکړو پرېښودو یا نهکولو کچې مخنیوي برخه کې حل لارې ولټول شي.
د سروې مخینه:
لوړې زدهکړې د یوې پرمختللې ټولنې له مهمو ارونو بلل کېږي او دې برخه کې یې اړتیا د پام وړ ده. افغانستان کې د ځوانانو لوړو زدهکړو برخه کې ډېرې سروې شوي چې پایلې یې هم په ډاګه شوي دي. دغه سروېګانې پر زدهکړو د اغېزو لاملونو تحلیل، له لوړو زدهکړو د پاتېکېدو دلیلونه، پر ټولنې د لوړو زدهکړو اغېزې او له زدهکړو د پاتېکېدو لاملونو لپاره د حل لارو لټول دي، خو دې برخه کې چې له لوړو زدهکړو د ځوانانو د پاتېکېدو کچه معلومه کړي او په اړه یې ارزونې وشي، تر ډېره بریده پام نهدی شوی.
دغه سروې د ځوانانو د نمونو په ټاکلو سره، د لوړو زدهکړو کچې شمېر وړاندې کوي او د هغې اغېزې ارزوي. همدارنګه، دا د هغو ځوانانو ژوند هم ارزوي چې د مختلفو دلایلو له امله له لوړو زدهکړو څخه پاتې دي، څو د دې مسلو په ښه پوهیدو سره، له لوړو زدهکړو د پاتېکېدو کچې مخنیوي یا کمېدو او یا هم د ښوونیز-لوړو زدهکړو وضعیت ښهکولو لپاره اغېزمن حلونه وړاندې شي.
د سروې پوښتنې:
- په دې سروې کې د اماري ټولنې له ډلې یې، څومره شمېر یې لوستي دي؟
- په دې سروې کې له مرکه شویو ځوانانو څخه څومره یې له لوړو زدهکړو پاتې دي؟
- د ځوانانو لپاره په ورځني ژوند کې لوړې زدهکړې څومره اغېزمنې دي؟
- ولې ځینې ځوانان له لوړو زده کړو پاتې دي؟
د سروې موخې:
۱- د ځوانانو ترمنځ د لوړو زدهکړې د وضعیت او پرېښودو کچې ارزونه؛
۲- د هغو ځوانانو شمېر وړاندې کول چې له لوړو زدهکړې څخه پاتې دي؛
۳- د هغو دلایلو موندل چې ځوانان له لوړو زدهکړو پاتې دي؛
۴- په ورځني ژوند کې د ځوانانو د لوړو زدهکړو د اغېزمنتیا کچه؛
۵- ټولنه کې له لوړو زدهکړو د ځوانانو د پاتېکېدو پایلې؛
د سروې نېټه:
دغه سروې د روان ۲۰۲۴کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې، د همدې کال د فبرورۍ تر ۲۱مې نېټې په موده کې شوې.
د سروې بڼه:
دغه سروې په میداني بڼې «د پوښتنو وېشل» پر مټ شوې او معلومات یې د «SPSS» پروګرام په مرسته تحلیل او جوړ شوي دي.
د سروې ننګونې:
له هغه ځایه چې افغانستان کې د سروې ترسره کول له ستونزو او ننګونو تش نهوي، دغه سروې هم له لاندې ننګونو سره مخ وه:
د سروې لپاره په سمه توګه د اماري ټولنې نههمکاري؛
د سروې امکانات کمښت؛
د سروې لپاره د بشري ځواک کمښت؛
د سروې متغییرونه
د دې سروې اصلي متغییرونه دي:
تړلی متغییر:
د ځوانانو ترمنځ له زدهکړو د پاتېکېدو کچه
خپلواک متغییرونه:
د ځوانانو د لوړو زدهکړو کچه «لوستی یا له لوړو زدهکړو پاتې»
له لوړو زدهکړو پاتې یا د پرېښودو لاملونه (لکه اقتصادي ستونزې، لېوالتیا نهدرلودل، شغلي فرصتونه، د کورنۍ وضعیت، ټولنیز او…)
پر ټولنې له لوړو زدهکړو د پاتېکېدو اغېزې (اقتصادي، ټولنیزې، فرهنګي او…)
له بلېخوا منځګړي متغییرونه هم شونتیا لري چې تر ارزونې لاندې راشي، لکه عمر، جنسیت، د والدینو لوړو زدهکړې او… چې ممکن له لوړو زدهکړو پاتې کچې باندې اغېز ولري.
د راپور لنډیز
د سلاموطندار موندنې ښيي چې کابل کې د ځوانانو ترمنځ له زدهکړو د پاتېکېدو چاره پر یوې لویې ستونزې بدله شوې چې بېلابېل اقتصادي، د لېوالتیا نشتون، د کورنیو ملاتړ نهشتون او د لوړو زدهکړو زمینې نهبرابرېدل یې لاملونه دي. له لوړو زدهکړو پاتېکېدل د ځوانانو ترمنځ په یوې اندېښنې بدله شوې او د دوی پر راتلونکې یې منفي اغېز کړی دی؛ داسې چې ۸۷.۲سلنه ګډونوال خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي. په همدې حال کې د ځوانانو ترمنځ د شرایطو ښهوالي په صورت کې د لوړو زدهکړو دوام لپاره لېوالتیا شتون لري.د یوشمېر ځوانانو په باور افغانستان کې لوړو زدهکړو ته شرایط کم یا هم هېڅ برابر نهدي. خو بیا هم ځوانان لوړو زدهکړو ته لېواله دي او ژوند باندې یې مثبت اغېز کړی دی. ډېری ځوانانو لوړې زدهکړې کړي، خو د تحصیلي زدهکړې خلاف دنده یا هم وزګارتیا له امله له خپلو عوایدو ناخوښ دي. د لوړو زدهکړو وضعیت ښهوالي او د لوړو زدهکړو پاتېکېدو کچې کمېدو لپاره باید اقتصادي ستونزې هوارې، د لوړو زدهکړو مناسب شرایط او کورنۍ دې د ځوانانو ملاتړ وکړي.
د سروې راپور
سلاموطندار د ځوانانو ترمنځ له لوړو زدهکړو د پاتېکېدو کچې او لاملونو ترڅنګ، ټولنه کې د لوړو زدهکړو اغېزمنتیا، ټولنه کې د لوړو زدهکړو پرېښودو پایلو او د لوستو ځوانانو د خوښۍ کچې اروزنې لپاره کابل کې سروې کړې چې دې سروې کې ۳۲۰ ځوانانو ګډون کړی دی.
په دې سروې کې له ۳۲۰ کسانو، ۶۳ کسان چې ۱۹.۷سلنه کېږي، ښځې دي.
سروې کې د ګډونوالو د عمر کچه هم ارزول شوې چې ۴۸.۴سلنه ګډونوالو عمر له ۱۸ تر۲۴کلونو دی؛ د سروې ۳۱.۹سلنه ګډونوال هم له ۲۵ تر ۳۰کلونو عمر لري. ۱۸.۴سلنه هم له ۳۱ تر ۴۰ کلونو دي او یوازې څلور کسان چې ۱.۳سلنه کېږي، له ۴۰ کلونو پورته عمر لري.
همداراز ۵۸.۸سلنه ګډونوال مجرد او ۴۱.۹سلنه هم واده شوي دي.
د سروې ګډونوالو ترمنځ د لوړو زدهکړو کچه هم څېړل شوې، ۳۶.۹٪ لېسانس، ۳۲.۵٪ د ښوونځي فارغ، ۱۲.۳٪ ابتدايي زدهکړې، ۱۰.۷٪ څوارلسم څخه فارغ، ۳.۸٪ ماسټرۍ او ۳.۵٪ بېسواده او دوکتورا هم ۰.۳سلنه دي.
په دې سروې کې د هغو ځوانانو شمېر هم څېړل شوی چې له لوړو زدهکړو پاتې او یا هم لوړې زدهکړې یې پرېښي دي. په ټولیز ډول ۵۸.۹ سلنه ځواب ورکوونکي له لوړو زدهکړو پاتې دي.
د هغو ځوانانو په منځ کې چې لوړې زدهکړې یې پرېښي، ۵۱.۱٪ ځوابویونکو ویلي، د اقتصادي ستونزو له امله، ۲۷.۱٪ د لېوالتیا یا ناهیلۍ له امله، ۱۱.۷٪ د کورنۍ ملاتړ نشتون او یا هم کم عمر کې د وادونو او نور ۱۰.۱٪ په هیواد کې د نامناسب تعلیمي شرایطو له امله نشي کولی خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي.
په دې سروې کې د هغو ځوانانو د اندېښنې کچه هم څېړل شوې چې لوړې زدهکړې یې پرېښي دي. ۸۷.۲سلنه ویلي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي، ۵.۹٪ ویلي چې اندېښنه یې کمه ده او ۶.۹٪ ویلي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
په دې سروې کې د هغو ځوانانو د لېوالتيا کچه هم څېړل شوې چې لوړو زدهکړو ته يې دوام ورکړی او په سلو کې ۷۹،۸ ځواب ويونکو ويلي چې د شرايطو د برابرېدو په صورت کې غواړي خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي، خو نورو ۲۰.۲سلنه ویلي، د دوی د لوړو زدهکړو وخت ضایع شوی او دوی نهغواړي دوام ورکړي.
ټولنه کې پر ښوونې او روزنې د لوړو زدهکړو رول هم ارزول شوی چې او ۷۸.۶سلنه ویلي، لوړې زدهکړې د ټولنې ودې لامل کېږي. ۱۹.۸سلنه وايي، لوړې زدهکړې پر ټولنه اغېزمنه ده او ۱.۵سلنه بیا وايي چې پر ټولنه هېڅ اغېز نهلري.
دغهراز په دې سروې کې د لوستو ځوانانو پر ژوند د پوهنې اغېز او د لوړو زدهکړو ارزښت، هېواد کې د پوهنې وضعیت په اړه د هغوی نظرونه هم څېړل شوي دي. ۵۸.۸ سلنه لوستو ځوانانو چې په دې سروې کې یې برخه اخیستې، ویلي، افغانستان کې د ځوانانو لپاره د لوړو زدهکړو شرایط کم دي. ۲۶،۷ سلنه ویلي، هېواد کې د لوړو زدهکړو شرایط نهدي برابر، خو ۱۴.۵سلنه ویلي، دا شرایط په افغانستان کې د ځوانانو لپاره شتون لري.
دغهراز ۸۵،۵سلنه ځوانانو ویلي، دوی خپلو لوړو زدهکړو ته ډېر ارزښت ورکوي. ۱۰.۷سلنه ویلي، لوړو زدهکړو ته ډېر ارزښت ورکوي. ۲.۳سلنه ویلي، خپلو لوړو زدهکو ته کم ارزښت ورکوي او ۱.۶سلنه ویلي، دوی ته لوړې زدهکړې هېڅ اهمیت او ارزښت نهلري.
د سروې ۵۵سلنه ګډونوالو ویلي چې لوړو زدهکړو یې پر ژوند اغېز کړی او ۳۰.۵سلنه هم وايي چې اغېزمنتیا یې ډېره او ۱۴.۵سلنه هم وايي، اغېزمنتیا یې کمه وه.
په دې سروې کې د لوستو ځوانانو د کار او مطالعې ساحه هم څېړل شوې او ۴۵.۸سلنه ویلي، دوی د خپلې مطالعې ساحې مطابق کار کوي. ۲۹سلنه وايي، دوی د رشتې خلاف کار کوي ۱۳.۷سنه هم وايي، د کار او لوړو زدهکړو ساحه یو څه سره ورته دي او ۱۱.۵سلنه هم وايي، وزګاره دي.
په دې سروې کې د لوستو ځوانانو د رضایت کچه هم کتل شوې چې ۴۴.۲ سلنه برخه اخیستونکو ویلي، دوی د خپلو عایداتو څخه لږ خوښ دي؛ ۳۴.۱ سلنه ویلي، دوی په هېڅ ډول راضي نهدي؛ ۱۲.۴سلنه ویلي چې دوی ډېر خوښ دي او ۹.۳سلنه هم د خپلو عایداتو څخه ډېر خوښ دي.
وړاندیزونه
د دې څیړنې څخه د ترلاسه شویو پایلو په پام کې نیولو سره، لاندې وړاندیزونه وړاندې کېږي؛
۱- د ځوانانو لپاره د لوړو زدهکړو د ترلاسه کولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول.
۲- د ځوانانو لپاره د کار او لوړو زدهکړو څخه د ګټېاخیستنې لپاره د یوه پلیټ فارم برابرول؛
۳- ځوانانو ته د هڅونې او هیلو پیدا کول؛
۴- د ځوانانو لپاره د نوي درسي میتودونو چمتو کول.