سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ ځوانانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې بېلابېل خنډونه لامل شوي چې واده یې وځنډېږي.

دغه ځوانان چې د واده کولو عمر ته رسېدلي او واده کولو ته لېوالتیا هم لري، خو د ځینو ستونزو له کبله یې واده پاتې شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو ځوانانو له ډلې یې ۲۲ هغو، سلام‌وطندار ته د مرکو پرمهال ویلي چې د کورنۍ لوړې هیلې او اقتصادي ستونزې، څلورو یې فرهنګي او ټولنیزې مواتع، دوو یې د غوراوي حق څخه د محرومیت و دوو نورو یې، د لوړو زده‌کړو دوام هغه لاملونه یاد کړي چې له کبله یې، د وادونو ځنډېدو او یا هم مخنیوي لامل شوی دی.

په ورته مهال د یادو کسانو له ډلې یې پنځه ځوانان له دې ټولو خنډونو تېر شوي او وادونه یې کړي، اوو نورو کوژده او ۱۸ بیا نه کوژده او نه هم واده کړی دی. له دې ۳۰ ځوانانو ۱۲ یې مېرمنې، ۱۸ یې نارینه دي.

د جنسیت له پلوه د واده مخنیوي لاملونو په اړه د سلام‌وطندار موندنې توپیر لري، ۱۲ مرکه کوونکو له ډلې څخه دوه یې د غوراوي حق او لس یې د مالي توان نه‌درلودل، هغه لاملونه بللي چې له کبله یې وادونه ځنډېدلې دي.

بل‌خوا د مرکه شویو هلکانو له ټولیز شمېر څخه، ۱۴ د اقتصادي توان نشتوالي او  څلور فرهنګي خنډونه هغه لاملونه ګڼي چې د دوی ودونه یې ځنډولي یا یې مخه نیولې، خو په دې راپور کې له هرو څلورو ځوانانو څخه درې يې د واده د ځنډېدو لامل اقتصادي خنډونه او يا د خپلو کورنيو زياتې غوښتنې بولي.

۳۰کلن احمدبلال چې تراوسه واده نه‌‌دی کړی، دی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه‌دی بریالی شوی چې د خپلې خوښې نجلۍ سره واده وکړي.

نوموړي وویل: «زما په اند کله چې عمر ۲۷ څخه پورته کېږي، باید هڅه وکړي چې مستقل ژوند ولري. دا چې واده مې نه‌دی کړی، بېلابېل لاملونه لري او یو لامل یې هم اقتصادي ستونزې دي چې کس مې خپله غوره کړی و او کورنۍ یې په لګښت قناعت ونه‌کړ او ما هم د دې لګښت ورکړې توان نه‌درلود او لامل شو چې وادنه ونه‌کړم.»

په ورته مهال ساحل چې د واده کولو نیت لري، خو په وینا یې، د نجلۍ کورنۍ له‌خوا د واده اړوند لوړ لګښتونه چې پر هلک یې تحمیلوي، لامل شوی چې د واده کولو مخه یې ونیسي.«د افغانستان اوسني خلک ډېر مادي‌پالنونکي شوي، ځکه چې په وطن کې وزګارتیا ډېره شوې، د خسر کورنۍ ډېرې پیسې اخلي، د بېلګې په توګه زموږ سیمه کې ورته ولور یا “شیر بها” وايي همداراز مهر دی چې دوی یې غواړي، زه هټۍ کې کار کوم او ماته یې وویل چې ته یې لګښت نه‌شې پوره کولی.»

بل خوا دوه ځوانې نجونې مهناز او تمنا وايي، چې د خپلو خاوندانو د مالي توان د نشتوالي له امله تر اوسه نه دي توانېدلي، چې واده وکړي.

“اقتصادي ستونزې شتون لري، هغه څوک چې روی‌باري ته راځي، د ورته لګښتونو توان نه‌لري، هغه دا چې دوی نشي کولی مناسب واده وکړي، دوی نشي کولی مناسب واده ورته برابر کړي، که څه هم دوی وزګار وي یا که کار وکړي. مناسبه دنده نه‌لري همدا لامل دی.»

«البته چې هره نجلۍ خپلې غوښتنې لري او زه هم غوښتنې لرم چې د واده مراسمو کې یا هغه کس چې راسره واده کوي، باید ځانګړتیاوې ولري او ما ډېر روی‌باران درلودل، نو د ستونزو له امله مې رد کړل، له اقتصادي پلوه یې زما غوښتنې نشوای پوره کولی.»

بل‌خوا یو‌شمېر نور ځوانان هم وايي چې د واده لوړ لګښت ترڅنګ، ټولنه کې د شته واکمنو دودونو له امله وادونه د ځوانانو د خوښې خلاف کېږي. محمدابراهیم وویل: «ستونزه دا ده چې موږ پردي یوو ، خپل نه‌یوو او همدا لامل دی چې د نجلۍ کورنۍ رضایت نه‌ښيي او پنځه کاله کېږي چې روی‌بارۍ ته ورځوو، خو نه‌یې مني. زموږ د دواړو  خوښه ده او دې موده کې مو ډېره هڅه وکړه، خو پایلې یې ورنه‌کړه.»

فاطمې وویل: ««په خپل ژوند کې مې واک نه‌لرم، ځکه چې زه نجلۍ یم، زموږ په خلکو کې دا دود دی چې قسمونه وکړو چې موږ د هغه چا سره واده نه شو کولی چې سید نه وي، که زه د واده پرېکړه وکړم، باید زما د نورو دوو خویندو په څېر باید د کورنۍ په خوښه واده وکړم، ځکه چې زه د خپل ژوند حق نه‌لرم.»

عایشې هم وویل: «موږ نجونې افغانستان کې هېڅ حق نه‌لرو او د واده برخه کې باید زموږ کورنۍ یا خپلوان مو پرېکړه ونیسي، په داسې حال کې چې دا زموږ دیني او شرعي حق دی چې باید خپل راتلونکی خاوند انتخاب کړو، خو له بده مرغه چې داسې نه‌ده.»

په دې راپور کې پنځه مرکه شوي چې وادونه یې کړي، وايي، له واده وروسته لاهم په دې نه‌دي بریالي شوي چې د واده لپاره اخیستلي پورونه بېرته ورکړي. عبدالله چې دوه کاله مخکې یې واده کړی، وايي: «دوه کاله مې دې واده کېږي او دوه اولادونه لرم، خو د واده لګښتونو لپاره مې اخیستی پور  لا نه‌دی خلاص کړی. دوه میلیونه افغانۍ لګښت شوی او ۸۰۰زره افغانۍ پوروړی یم. خپله دولتي دنده لرم او ۱۵زره افغانۍ معاش لرم، نور څه نشته.»

دیني عالمان بیا وادونو کې د لوړ لګښت او دودونو له‌منځه غوښتنه کوي او وايي چې د ځوانانو پر وادونو د سختو شرایطو تحمیلول، د اسلامي شرعیت خلاف عمل دی.

دیني عالم قطب‌الدین مجتهد وویل: ««د اسلام سپېڅلي دين اسلامي شريعت د ژوند په ټولو برخو کې اسانتياوې په نظر کې نيولي دي، د واده او کورنۍ په جوړولو کې هم لازم شرايط او ښه او رغنده پروګرامونه لري او هغه ځوانان چې د بلوغ عمر ته رسيږي، بايد واده وکړي، خو د واده برخه کې یو لړ ستونزې شته چې لوړ ولور یا مهر، د واده په مراسمو کې لوړ لګښتونه، او غیر ضروري دودونه، دا ټول د دې لامل کېږي چې ځوانان واده ونه‌کړي او دا د اسلام له نظره جواز نه‌لري.»

ټولنپوهان هم د کورنیو له‌خوا د واده پر وړاندې د خنډونو پر لرې‌کولو ټینګار کوي او له حکومته غواړي چې د دغو خنډونو د کمولو لپاره عملي پلانونه جوړ کړي. ټولن‌پوه شفیق‌الله انصار وویل: «لومړۍ پایله د ځوانانو په منځ کې د رواني ستونزو زیاتوالی دی، ځکه چې د هر ځوان له ذهني اندېښنو څخه یو واده دی. دویمه ستونزه د ځوانانو عمر دی. بله ستونزه په ټولنه کې د ماشومانو کموالی دی او بله ټولنه کې د نامشروع اړیکو زیاتوالی دی او دا مسایل د ټولنې د ګمراهۍ لامل ګرځي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سباوو فاروق سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه وزارت مشرتابه هڅه کوي، څو د وادونو پر وړاندې شته خنډونه لري کړي او هلک او نجلۍ ته د شرعي حقونو په مراعتولو سره د واده کولو زمینه برابره کړي.

په دې راپور کې ډېری ځوانان داسې مهال اقتصادي ستونزې د واده پر وړاندې ستر خنډ بولي چې د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر د معلوماتو له مخې، د افغانستان یو پر دویمه برخه وګړي، د خوړو خوندیتوب نه‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام