د کندهار یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې ډېری سیمو کې ژورې او نیمه ژورې څاهګانې مخ په وچېدو دي او خلک د څښاک اوبو لپاره ساعتونه ساعتونه د اوبو زېرمو ته په نوبت ولاړ وي یا یې هم له ډېرو لرو سیمو راوړي.
دوی وايي، په تېرو کلونو کې د ځمکې د تل په ۲۰ مترۍ کې اوبه پیدا کېدې، خو اوس تر شاوخوا ۵۰ مترو پورې اوبه نه پیدا کېږي. د کندهاریانو په وینا، پرلهپسې وچکالیو او د کروندو لپاره د ژورو څاهګانو کیندلو له کبله د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.
د کندهار ښار اوسېدونکي ګلاغا په دې اړه سلاموطندار ته ویلي: «زموږ د برمې اوبه وچې شوې؛ نو اړ یوو چې برمه نوره هم ښکته کړو، له بل ځای څخه اوبه نه شوو راوړلی.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی محمد سخي هم وايي: «خلک زياتې برمې وهي، اوبه کمې شوي، په ۵۵ مترۍ کې د اوبو ګل پیدا کېږي او خلک تر ۱۰۰ مترو پوري برمې وهي، څو د اړتیا وړ اوبه ترلاسه کړي. پخوا به په لويو څاګانو کې تر درې متره پوري اوبه پيدا کېدې، خو په دغو څلورو کلونو کې اوس د اوبو کچه ۱۳ مترو ته رسېدلې ده. باید چيکډيمونه جوړ شي او تر څنګ يې د اوبو سپما وشي.»
له کندهار ښار ورهاخو ولسوالیو کې وضعیت تر دې هم کړکېچن دی او یوشمېر اوسېدونکي یې ان د اوبو نشتوالي له کبله له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوي دي.
مېرمن شګونه د ډنډ ولسوالي اوسېدونکې ده. هغه وايي، د وچکالۍ او د اوبو کچې ټيټېدو له امله یې له «ماشور» کلي څخه «کارېزک» ته کډه کړې، خو په خبره یې، اوبه هلته هم مخ په کمېدو دي او دومره نه لري چې خیرنې جامې پرې ومینځي.
هغه زیاتوي، ماشومان یې په اوبو پسې څو کیلومټره لرې مزل کوي، خو نه یوازې د اړتیا وړ اوبه یې نه پوره کېږي، بلکې ماشومان یې پر ځان درد هم اخته شوي دي.
د ډنډ ولسوالي د کارېزک اوسېدونکی غلامسرور هم وايي چې کلیوال یې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اوبو له نشتوالي سره مخ دي او د اوبو څاهګانې یو په بلې پسې وچېږي. نوموړی وايي، په ټوله سیمه کې یوازې د اوبو یوه څاه اوبه لري چې ټول کلیوال یې ترې وړي.
غلامسرور زیاتوي: «د کندهار ټولې ولسوالۍ شمسیانو پر سر اخيستي دي، هر سړی برمه وهي او اوبه راکاږي. اوس اوبه ښکته ولاړې؛ نو دا چې له سهاره تر ماښامه اوبه راخېژي، خود ښکته کېږي.»
د کندهار محلي مسوولان هم مني چې دغه ولایت د اوبو له قحطۍ سره د مخ کېدو پر پوله ولاړ دی. د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس انجینر جاناناغا سلاموطندار ته ویلي چې په بېسارې توګه د سولر سېسټم په وسیله د زیاتو اوبو را اېستلو د شنو سیمو کمېدو او د وګړو د شمېر زیاتوالي د اوبو کچه ټیټه کړې او په خبره یې، په لنډمهال کې یې د دې ستونزې مخنیوي لپاره په ښاري سیمو کې د خپلسرو ژورو څاهګانو پر کیندلو بندیز لګولی دی.
بلهخوا د کرنیزو چارو کارپوه احسانالله احمدزی وايي، که حکومت د «دهلې بند» په څېر نور بندونه جوړ او د باران اوبه مدیریت کړي، خلک نه اړ کېږي چې د کرنیزو محصولاتو او باغونو د اوبولو لپاره د ځمکې له تل څخه اوبه را وباسي.
په کندهار کې د ډېرو نورو ولایتونو په څېر د څښاک او کروندو لویه برخه اوبه له ژورو څاهګانو را اېستل کېږي چې له کبله یې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او ډېری څاهګانې یا وچې شوي او یا هم د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.