د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر د امریکا له لوري د افغانستان د مالي شتمنۍ کنګل کېدل او له یادو پیسو څخه د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د غرامت ګرځولو په اړه د بایډن پر پرېکړه غبرګون ښودلی دی.

 نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا له لوري یرغمل شوې مالي شتمني په افغانانو پورې اړه لري او باید ازاده شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 هغه ټینګار کړی چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې مسوول په پاکستان کې وژل شوی او د یادې پېښې د قربانیانو غرامت هم باید له پاکستان څخه واخیستل شي.

الکساندر څرګنده کړې ده چې د سپټمبر ۱۱مې برید په کراچۍ کې پلان شوی و او همدغه هېواد د القاعده ډلې مشر ته تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې پناه ورکړې وه، نو دا غچ نه باید له مظلومو افغانانو څخه واخیستل شي.

د بایډن دې پرېکړې په کور دننه او بهر کې ګڼ‌شمېر غبرګونونه له ځان سره درلودل. اسلامي امارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دې فرمان ته غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې پارونکې بللې او امریکا ته یې خبرداری هم ورکړی دی.

د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي، که چېرته امریکا له خپل دریځ څخه په شاه نه‌شي او خپلو پارونکو اقداماتو ته دوام ورکړي، اسلامي امارت هم اړ کېږي چې د امریکا پر وړاندې خپل سیاست کې بدلون راولي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د سپټمبر یوولسمې پېښه افغانانو پورې تړاو نه لري او «په دې پلمه د افغانانو شتمني لوټول، ښکاره تېری او ظلم دی.»

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وړمه ورځ یوې خبري ناسته کې ویلي چې امریکا به د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک هېڅ پانګه د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورنکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام