د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن (چهارشنبه، وري ۶) کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې پر شپږ قلمه لومړنیو توکو د مالیې راکمولو خبر ورکړ او ویې ویل، دغه پرېکړه د دغې خونې په وړاندیز شوې او د اقتصادي کمیسیون له لوري تصویب شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس مومند وویل، د دغې پرېکړې لهمخې، تر دې وروسته د غنمو، اوړو او غوړیو په څېر د لومړنیو خوراکي توکو هر یو میلیون عاید کې له سوداګرو زر افغانۍ مالیه او همدارنګه د بورې، مایع ګازو او تېلو هر یو میلیون عاید کې له سوداګرو ۱۵سوه افغانۍ مالیه اخیستل کیږي.
د هغه په وينا، پخوا د دغو شپږ قلمه لومړنیو توکو له عاید څخه د مالیې ورکول لړۍ پېچلې وه او اوس ۹۵ سلنه کموالى ښيي.
د سوداګرۍ او پانګوې خونې مشر یونس مومند زیاته کړه چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د ځینو سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله افغانستان ونشو کولی چې خپل صادراتي هدف ته ورسیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «۱۴۰۳ کال کې بېلابېلو هېوادونو ته زمونږ صادرات ۲ میلیون او ۳۸۰ زره ټنه وو چې ټولیز قیمت یې یو بیلیون او ۸۷۵ میلیون ډالره کیږي. د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کال صادراتو ترمنځ ډېر توپیر نه وو. مونږ ویلي وو چې باید تېر ۱۴۰۳ کال کې ډېر صادرات ولرو، خو د لارو بندېدو خنډ رامنځ ته کړ.»
د ښاغلي مومند په خبره، په ۱۴۰۳ کې له پاکستان سره د توکو په لېږد رالېږد کې ۸۴ سلنه کموالی راغلی؛ خو د ایران د عباس بندر له لارې بیا د توکو لېږد رالېږد ۹۵ سلنه زیات شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، افغان سوداګر لا هم د ویزو په ترلاسه کولو او د پیسو د ورکړې په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوي چې هوډ لري په روان ۱۴۰۴ کال کې له اروپايي هېوادونو سره د سوداګریزې تبادلې د پروسې ساده کولو په موخه، د منځنۍ اسیا له هېوادونو، اذربایجان او ترکیې سره ګډې خونې جوړې کړي.




