
د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله له هند سره لوبه کوي
د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله د سوېليافریقا په کوربهتوب د درې اړخیزې لوبلړۍ د سیالیو په لړ کې نن د هند کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «پنجشنبه، مرغومې ۱۴مه» د سوېليافریقا د جهانسبورګ په اولډ اېډوارډینس کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.














