Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغان او هند ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده

Sohail Khan Zurmatai of Afghanistan plays a shot during the ACC Men's U19 Asia Cup 2023 Group A match between India and Afghanistan held at the ICC Academy Ground, Dubai, UAE on December 8, 2023.

Photo by: Anshuman Akash / CREIMAS / Asian Cricket Council

RESTRICTED TO EDITORIAL USE

د افغانستان د ۱۹ کلونو کرېکټ ملي لوبډلې نن د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه کې د هند پر وړاندې لوبېږي.

افغانستان توپوهنه کوي او تر دې مهاله یې په ۲۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۲ منډې جوړې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ۱۹ کلونو اسیا جام کرېکټ سیالۍ نن «جمعه، ډسمبر اتمه» د عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب پیل شوې چې اته هېوادونه په کې ګډون لري.

د نن ورځې په دویمه لوبه کې پاکستان له نیپال سره مخ دی او د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ روانه ده.

دغه سیالۍ په دوو ګروپونو کې کېږي چې افغانستان په «اې» ډله کې له پاکستان، هند او نيپال سره مخ دی.

دویمه ډله کې بیا بنګلدېش، عربي متحده امارت، جاپان او سریلانکا سره مخ دي.

افغانستان به د ډسمبر په لسمه خپله دویمه لوبه د نیپال او د ډسمبر په ۱۲مه خپله وروستۍ ګروپ پړاو لوبه د پاکستان د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې پر وړاندې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو پای‌لوبه به د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۷مه ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام