Asset 1SWN

سلام وطندار

یوګاناډا د لومړي ځل لپاره شل اووره نړیوال جام ته لاره وموندله

1367730523

له افریقا څخه د ۲۰۲۴ کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنو لوبو په لړ کې د زمبابوې خرابو سیالیو له امله یوګاناډا دغه جام ته لاره پیدا کړه.

له افریقا څخه نمیبیا او یوګانډا د امریکا او وېسټ‌انډیز په کوربه‌توب د راتلونکي ۲۰۲۴ کال شل اووره نړیوال جام ته لاره وموندله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا لومړی ځل دی چې یوګاناډا لوبډله د شل اووره سیالیو نړیوال جام ته لاره پیدا کوي. د شل اووه لوبو نړیوال جام له ۲۰۰۷ کال راهیسې کېږي چې دا ځل به یې وېسټ‌انډیز او امریکا کوربانه وي.

زمبابوې لوبډلې که څه هم د لارموندنې سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه کې کینیا ته ماته ورکړه، خو یوګاناډا لوبډلې د رونډا په ماتولو سره دې جام ته ووتله. که یوګاناډا لوبه بایللې وه، زمبابوې په مستقیمه توګه شل اووره نړیوال جام ته لاره موندله.

زمبابوې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لارموندنې سیالیو کې هم بریالۍ نه‌شوه چې دې جام ته ووځي او اوس یې د ۲۰۲۴ کال شل اووره نړیوال جام هم له لاسه ورکړ.

د ۲۰۲۴ کال شل اووره سیالیو نړیوال جام کې ۲۰ لوبډلې لوبېږي چې د وېسټ‌انډیز او امریکا په کوربه‌توب به پیل شي.

تصویر: کرېک‌انفو

دې جام ته وېسټ‌انډیز او امریکا د کوربه‌توب له امله لا له واړندې لاره موندلې ده. اسټرالیا، هند، نیوزیلنډ، انګلستان، پاکستان، سوېلي افریقا، نیدرلنډ، سریلانکا لوبډلې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام غوره لوبډلو په توګه، افغانستان او بنګلدېش بیا د درجه بندۍ له امله د غوره لوبډلو په توګه دې جام ته لاره پیدا کړې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له افریقا نمیبیا، یوګاناډا، امریکا څخه کاناډا، اسیا څخه نیپال او عمان، ختیځ اسیا-پسفېک څخه پاپوا نیو ګېني او اروپا څخه ایرلنډ او سکاټلنډ لوبډلې وتلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام