
پکتیکا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی
په پکتیکا ولایت کې د بېګانۍ زلزلې له امله د مړو شمېر څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امین حذیفه سلاموطندار ته ویلي چې د پکتیکا ګیان، برمل او نکې ولسوالیو کې د شوې زلزلې له امله څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ کسان ټپیان دي.














