د افغانستان بانک نن «۱۳» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې نن یکشنبه د وږي دولسمه به «۱۳» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټر» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن «۱۳» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

جوزجان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی

جوزجان کې د افغان‌-‌ترک د صحت طفل روغتون مسوولان وايي چې روان کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی دی. د دوی په وینا، د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د کورنیو ناسالم خواړه پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

د کانونو وزارت د اوو سترو کانونو د اېستلو او پراسېس قراردادونه لاسلیک کړل

د ا.ا لوړپوړو چارواکو نن په یوه غونډه کې د هېواد د اوو سترو کانونو د اېستلو او پراسېس قرارداد ورکړ. په دغو کانونو کې د تخار د سرو زرو کان، د دویم مس عینک کان، د غور د سرپو او جستو کان د دویم بلاک او د هرات د غوریان کان شامل دي.

خوست کې د ځنګلونو د پرې‌کولو په تور ۲۰ کسان نیول شوي

د خوست محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوه‌منده ولسوالي کې یې د ځنګلونو د پرې کولو په تور ۲۰ کسان نیولي دي.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د شنې قطعې ځواکونو له لوري په دوه‌منده ولسوالي کې د ځنګل د پرې کولو پر مهال نیول شوي دي.

لغمان کې د شاتو مچیو ساتونکي: غټو مچیو مو ټولې د شاتو مچۍ وخوړلې

په لغمان کې د شاتو مچیو یوشمېر فارم‌لرونکي وايي، غټې مچۍ د شاتو مچۍ خوري او دوی نه‌شي کولای چې لازم شات ترلاسه. په لغمان کې د شاتو مچیو د یوه فارم مسوول فرهاد رحیمي وايي، غټې مچۍ ډېری د شاتو خواریکښې مچۍ خوري او هغه مچۍ چې په فارمونو کې پاتې کېږي، ښه شات نه‌شي ورکولای.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اوزبکستاني پلاوي لیدنه؛ افغانستان کې پر پانګونې خبرې شوي

د اوزبکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي او د دغه هېواد یو‌شمېر سوداګر تېره ورځ په یوه دوه ورځني سفیر د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، ټرانزیټ او پانګونې په موخه کابل ته راغلي دي.

د اوزبکستان دغه پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې نن یکشنبه د وږي پنځمه د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکو سره لیدلي دي.

د بامیان پنجاب ولسوالي اوسېدونکي: د برښنا نشتون له امله ستونزو کې یو

د بامیان د پنجاب ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د برښنا نشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پنجاب ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د برښنا تولید سرچینې شته، خو په وینا یې، لا هم د یادې ولسوالي لسګونه کلي له برښنا بې‌برخې دي.

له افغانانو سره د مرستو کموالي په اړه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې له اړمنو افغان کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۱۱ میلیونه ډالره بیړنۍ بودیجې ته اړتیا لري. دوی خبرداری ورکوي، که دا پیسې یې په واک کې ور نه‌کړل شي، په افغانستان کې به یې له اړمنو سره مرستې را کمې شي.

د سرپل اوسېدونکي: حکومت دې د کانونو له عوایدو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي

د سرپل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته دې کاري فرصتونه رامنځته او بهر ته د ځوانانو د تلو مخه دې ونیول شي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، که څه هم دغه ولایت کې په سلګونه ټُنه نفت او د ډبرو سکاره تولیدېږي، خو په وینا یې، عواید یې د دې ولایت پراختیايي پروژو کې نه لګول کېږي او ځوانان یې وزګاره دي.