Asset 1SWN

پنجشېر کې د ۶۲میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۸ عام‌المنفعه پروژې پیل شوې

ففف

د پنجشېر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۸ بېلابېلې عام‌المنفعه پروژې پیل کړي دي.

د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، دغه پروژې د شتل، عنابه، ابشار او پریان ولسوالي کې پیل شوي چې د استنادي دیوالونو، د کلیو سړکونو، کانالونو او پلونو رغول په‌کې شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي چې پر یادو پروژو به ۶۲ میلیونه او ۶۹۶زره او ۲۲۵ افغانۍ لګښت راشي.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، یادې پروژې د «CHA» یا د ټولنیز او معیشتي ملاتړ پروګرام او همداراز یونېسف په مالي ملاتړ مخته وړل کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پنجشېر په څلورو ولسوالیو کې په روانو یادو پروژو کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې چې له دې لارې د خپلې کورنۍ او ژوند اړتیاوې پوره کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام