خوست کې د خوارځواکۍ د مخنیوي درې‌ورځنی کمپاین پیل شوی

د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، په دغه ولايت کې يې د يونيسف په مالي لګښت او د هدف موسسې په تخنيکي همکاري د اوسپنې، پوليک اسید او منرالونو د ورکړې درې‌ورځنی کمپاين پيل کړی دی.
د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالرحمان زاهد وايي، ياد کمپاين پرون شنبه پيل شوی او درې‌ ورځې به دوام وکړي.

د کندهار په سپین‌بولدک کې ۱۱۰ کسان د کلدارې راکړې‌ورکړې په تور نیول شوي

د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ښاروالي کې د ښاري حکومتولۍ مدیر او ویاند عبدالله میوند سلام‌وطندار ته ویلي چې شاوخوا ۱۱۰ هټۍ‌وال او پېرودونکي یې په بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې په تور نیولي دي. د نوموړي په وینا، تېره اوونۍ یې هم شاوخوا سل کسان د بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې له امله نیولي وو.

«د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان یوازې پرېښودل به ناوړه پایلې ولري»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په افغانستان کې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د مالي مرستو د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دې تر څنګ، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هم په هېواد کې د چاپېریال ساتنې اړوند پروژو د ځنډېدو ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

روزا اوتونبایوا: ټول لوري دې د اقلیمي بدلون برخه کې د افغانستان په ګټه کار وکړي

داسې مهال چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو پر ژوند منفي اغېزې کړي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د کاپ۲۸ په نوم د نړۍ اقلیمي بدلون په اته‌ویشتمه غونډه کې ویلي چې ټول لوري باید د اقلیمي بدلون برخه کې له سیاست لرې او په رغوونکې توګه د افغانانو په ګټه کار وکړي.

د روزګان اوسېدونکي: افغانۍ دود شوي، خو نرخونه نه ارزانه کېږي

په روزګان کې د بهرنیو اسعارو پر کارونې له بندیز وروسته د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې د افغانیو دودولو سره د یاد ولایت بازارونو د توکو بیې لوړې شوې دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې سرپرست حکومت باید نرخونه کنټرول کړي او په وینا یې، یاد ولایت ته دې په کافي اندازه افغاني بانک‌‌نوټونه راولېږي.

د غور او بادغیس اوسېدونکي: ډالر ټيټ شوي، خو نرخونو کې بدلون نه‌دی راغلی

د غور او بادغیس یوشمېر اوسېدونکي د یاد ولایتونو بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

دوی وايي، دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت کمېدو سربېره لاهم بازارونو کې د توکو بیې نه‌‌دې ټیټې شوي.

دوی حکومت غوښتنه کوي چې د یاد ولایتونو بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې کنټرول کړي.

د بشرحقونو  څار بنسټ: پاکستانيان له افغان کډوالو سره له سپکاوي ډک چلن کوي

که څه هم له پاکستانه په زور د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر روان دی، دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن او ځورونې په اړه اندېښنې پر زیاتېدو دي.

تازه د بشرحقونو څار بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې افغان کډوال له پاکستان څخه د اېستلو پر مهال ناوړه چلن، ځورونې سره مخ دي او د پولیسو له‌خوا یې شتمني ترې ګرځول کېږي.

کندهار کې په ۲۵ میلیونه افغانیو د برښنا وېش شبکه جوړه شوه

د افغانستان برښنا ریاست مسوولان وايي چې د کندهار په میوند ولسوالي کې په ۲۵ میلیونه افغانیو د برښنا وېش یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د برښنا ریاست ویاند حکمت‌الله میوندي سلام‌وطندار ته ویلي چې میوند ولسوالي کې د برښنا دغه شبکه به پر یوه وخت ۲۵۰۰ مزو ته برښنا ورسوي.

پل‌علم ښاوالي تېرو شپږ میاشتو کې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

د لوګر مرکز پل‌علم ښاروالي چارواکي وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې ٢٢ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پُل‌علم ښاروالي چارواکو دغه څرګندونې نن «چهارشنبه، لیندۍ اتمه» د یاد ولایت مرکز پل‌علم ښار کې ولس ته د حساب ورکولو په نوم جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

تر راتلونکې یوې میاشت به د «سلطان ابراهیم» بند د سروې چارې پیل شي

د ملي پراختیا شرکت مسوولان وايي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د سرپل د «سلطان ابراهیم» بند د سروې چارې پیل شي.

د ملي پراختیا عملیاتي مرستیال ریاض‌الدین شریفي وايي چې د یاد بند د جوړېدو ټول لګښت به د سرپل قشقري نفتو عوایدو څخه ورکړل شي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ترکمنستان ته تللی

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست رییس بخت‌الرحمن شرافت د یوه پلاوي په مشري د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د اوسپنې پټلۍ ادارې نن چهارشنبه «لیندۍ اتمه» پر اېکس لیکلي چې بخت‌الرحمن شرافت او مل پلاوی به یې د یاد هېواد چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ اړوند مسایلو په اړه خبرې او بحث وکړي.

سرپل کې د نفتو اتو نورو څاګانو څخه د استخراج چارې پیل شوې

د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې په سرپل کې د قشقري نفتو بلاک کې له اتو نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج چار پیل شوې دي.

له یادو څاګانو د استخراج چارو پیلېدو سره د قشقري نفتو حوزه کې د نفتو استخراج  کچه د ورځې ۸۰۰ مترمکعب ته رس