امیرخان متقي د ایران په بلنه د یوه پلاوي په مشري دغه هېواد ته تللی

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري ایران ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن «جمعه، مرغومې لومړۍ» پر اېکس لیکلي چې امیرخان متقي د ایران په بلنه یاد هېواد ته تللی دی.

زابل کې اته ټُنه تاریخ تېري درمل وسوځول شول

د زابل د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د تېرو درېوو میاشتو پر مهال راټول کړي وخت تېري اته ټُنه درمل سوځولې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر ميرويس افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې تېرو پنځو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې دغه ولایت کې په وخت تېري درمل راټول او له‌منځه یې وړي.

کابل کې د ۸۰میلیونه افغانیو په لګښت څلور سړکونه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د پلازمېنې د ده‌دانا، چهلستون، پډوله دښتې او سیاه‌سنګ سړکونه چې پر بیارغونه یې ۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه سړکونه نن «سه‌شنبه، لیندۍ ۲۹مه» د ښاروالي له لوري ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول چې دوه کیلومتره اوږدوالی لري.

غزني کې کرنیز او حیواني محصولات نندارې ته کېښودل شول

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن (د لیندۍ ۲۸مه، د سه‌شنبې ورځ) په دغه ولایت کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو نندارتون جوړ کړ. وچې مېوې، د غزني نباتي بوټي، شات او زعفران په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي. ‎

عظمت‌الله عمرزی د ای‌پي‌اېل سیالیو لپاره اخیستل شوی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌اېل لوبو لپاره اخیستل شوی دی.

عمرزی د ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌اېل سیالیو لپاره د لوبغاړو پېر یا بولۍ کې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له‌خوا اخیستل شوی دی.

دې لوبډلې نوموړی په ۵۰ لکه هندۍ کلدارو وپېره.

دوو میاشتو کې د سپین‌بولدک له لارې نږدې ۱۵۰زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د سپین‌بولدک له لارې له پاکستان څخه شاوخوا ۱۴۶۵۲۱ افغانان بېرته هېواد ته راستانه کړل شوې دي.

دغه کسان د تېرو ۶۶ ورځو پر مهال له پاکستان څخه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر کې افغانستان ته ستانه کړل شوي.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې «۸۵۶۶۹» مټریک ټُنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې تېره اوونۍ د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې «۸۵۶۶۹» مټریک ټُنه انتقالات شوې دي.

دغه توکي د روانې لیندۍ میاشتې له ۱۷مې تر ۲۳مې نورو هېوادونو او له هغه ځایه افغانستان ته رالېږدول شوې دي. دې ادارې لیکلي چې په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې د ۵۶۹۰۹ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.

اووه میلیونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د ډسمبر اتلسمې یا د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې اوس په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې اووه میلیونه افغانان کډوال دي. بله‌خوا په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د خپل ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، بې‌وزلي، وزګارتیا او امنیتي ستونزې لامل شوي چې دوی نورو هېوادونو ته کډوال شي.

یونېسف هلمند کې روغتیايي مرکزونو ته د ۸۳۵زره ډالرو په ارزښت طبي توکي ورکړي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» د اسیا پرمختیايي بانک په مالي تمویل او د روغتیايي پرمختګ (OHPM) موسسې په تطبیق، هلمند کې روغتیايي مرکزونو سره  د ۸۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي او غیرې‌طبي توکو مرسته وکړه.

جاپان د ساري ناروغیو مخنیوي لپاره افغانستان سره اووه میلیونه ډالر مرسته کړې

جاپان له افغانستان سره د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې شاوخوا اووه میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

د دغې مرستې هوکړه‌لیک «یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه» کابل کې د جاپان سفیر او د روغتیا نړیوال سازمان د استازیو ترمنځ لاسلیک شو.

کجکي بند کې د اوبو کچې ټیټوالی؛ هلمند او کندهار کې به ۴۰ ورځې برښنا نه‌وي

هلمند کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کجکي برښنا بند کې د اوبو کچې ټیټېدو له امله پر یاد ولایت سربېره پر کندهار هم د ۴۰ ورځو لپاره برښنا پرې شوې ده.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت کجکي بند کې د اوبو کموالي په دلیل پر هلمند د ۴۰ ورځو لپاره برښنا قطع شوې.

پکتيا کې د «هنري اثارو» يو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا په دغه ولایت کې د «هنري اثارو» جوړ شوی یو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.

ياد نندارتون کې ځينې هنرمندانو چې خپل هنري اثار يې نندارې ته وړاندې کړي وو، غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې د رسېدنې په پار باید ورسره مرسته وشي.

د برښنا کمښت؛ د هلمند اوسېدونکي: د تلو او راتلو وخت یې نه‌دی معلوم

هلمند کې د روانې وچکالي له امله د نورو اغېزو ترڅنګ د کجکي برښنا بند د اوبو کچه هم ټيټه کړې چې ورسره دغه ولایت کې د برښنا پرچاوي ډېره شوې.

دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر صنعتي کارخونې د کجکي بند له برښنا ګټه اخلي، خو د برښنا تولید کچې ټیټېدو سره د یادو کارخونو مسوولان وايي، ډېری وخت د جنراتور پر مټ له برښنا استفاده کوي.

د ګردېز د وچ‌غړک او څپړۍ سیمو اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له نشتون شکایت کوي

د پکتیا مرکز ګردېز ښار «وچ‌غړک» او «څپړۍ» سیمو اوسېدونکي وايي چې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

یادې سیمې چې د مرکز ګردېز شمال ختيځ ته په ۱۵ کیلومترۍ کې پرتې دي، اوسېدونکو یې سلام‌وطندار ته وویل چې لومړني روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.